د امام رضا علیه السلام د ولات کلیزه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83380-د_امام_رضا_علیه_السلام_د_ولات_کلیزه_مو_مبارک_شه
نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jul 14, 2019 05:36 Asia/Kabul
  • د امام رضا علیه السلام د ولات کلیزه مو مبارک شه

نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

د رسول الله مبارک په پاکې کورنۍ کښې حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی.

د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په شمال د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د ولادت د کلیزې په شپه او ورځ په مشهد مقدس ښار کښې د دوي د پاک حرم په شمول نورو مذهبي او سپيڅلو ځایونو کښې راغونډیږي او خوشالۍ کوي.

د خوشالۍ نمانځنې په دې مراسمو کښې د امام رضا علیه السلام د لوړ شخصیت په ستانه کښې شعرونه او مدحې ویل او هم داشان د شربتو او شیرینیو ویشل شامل دي.

مونږ هم د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د حضرت محمد مصطفی(ص) په پاکو لمسیانو کښې د امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي وایو.