ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې. د ایراني ډرون له خوا د امریکې د باکسر جنګي بیړۍ اخیستل شوې ویډیو هم لاندې کتلی شئ.
له تهرانه چاپيدونکو زیاتره ورځپاڼو د باکسر په نوم د امریکې د جنګي بیړۍ له خوا د ایران د یوې بې پایلټه الوتکې د ویشتلو او نسکورولو په باب د ډونلډ ټرمپ ادعا ته د ایراني چارواکو د غبرګونو خبر په بیلابیلو عنوانونو سره راخیستی دی. په دې لړ کښې اعتماد د ټرمپ او هم داشان له مرمز اوبلارې د امریکې د جنګي کشتیو د تیریدو په وخت د ایران د بې پایلټه الوتکو له خوا د اخیستل شویو انځورونو په خپرولو سره په غټو ټکیو لیکلې دي: د تلافۍ او غچ اخیستو توهم....
ورځپاڼې بیا د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر عباس عراقچي له قوله لیکلې دي: هسې نه چې امریکايي کشتۍ په تیروتنې سره خپل ډرون ویشتی وي.
هغه زیاته کړه چې د ایران هیڅ کومه بې پایلته الوتکه د فارس خلیج او هرمز اوبلارې په شمول په هیڅ سیمه کښې نه ده نسکوره شوې.
هم داشان د ایران سپاه پاسداران ځواک هم په یوه خبرپاڼه کښې د سپينې ماڼۍ دا وروستۍ ادعا رد کړې ده او په ځواب کښې یې د ایراني ډرون له خوا د امریکې د هغو جنګي کشتیو جوړ کړي فلمونه خپاره کړې دي چې له هرمز اوبلارې په تیریدو دي.
د دې خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی اړیکو دفتر بیګا د امریکایی بیړۍ د انځورونو په خپرولو سره په هرمز تنګی کې د ایرانی ډرون د نسکورولو په باب د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادعا د دروغوالي سند وړاندی کړ.
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی اړیکو دفتر ویلې دي چې د سپاه هوا فضا ځواک د زیارت په ورځ په خپلو روانو ماموریتونو کښې د امریکا باکسر بیړۍ او ورسره د پنځو کشتیو هرمز تنګي ته د ورداخلیدا له شیبې تر دریو ساعتونو پورې بشپړه څارنه کړی ده او په دغه موده کی یې په بیړۍ کې د امریکایی ترهه ګرو ځواکونو لخوا هیڅ ډول ګواښونکی او نادود اقدام نه دی ثبت کړی .
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د عامه اړیکو دفتر له دې مخکښې د ټرمپ د ادعا په ملنډې بللو سره ویلې وو چی ډیر ژر به د امریکایي بیړۍ د انځورونو په خپرولو سره د نړۍ عامه افکارو ته د امریکا د ادعا بې اساس والی ثابت شي.
** اطلاعات
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې خپل وړومبی خبر د ایران او فرانسې د ولسمشرانو ټیلیفوني خبرو اترو ته بیل کړی او د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني دا خبره یې خپل سرټکی ګرځولې چې وايي: د برجام د ساتنې لپاره د ټولو لارو خلاصو پریښودو ته هوډمن یو.
خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د فرانسې هلې ځلې مهمې وبللې او ویې ویل چې ایران د دغې موافقې د ساتنې لپاره د ټولو لارو آزادو پریښودو ته هوډمن دی.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د زیارت په ورځ د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې ایران ته د هغه د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې سره، د امریکې له خوا د ایران خلاف د بندیزونو سختیدل د ایټمي موافقې لپاره ستونزمن وبلل او زیاته یې کړه: په امریکې کښې داسې کسان شته چې نه غواړي د برجام د ساتلو لپاره هلې ځلې کامیابې شي چې نمونه یې د ایران د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو د غلا کولو لپاره د امریکې د کانګرس وروستۍ فیصله ده.
د اسلامي ایران ولسمشر د اینسټکس له لارې د ایران د خرڅ کړیو تیلو د پیسو له راتلو سره هم مهاله له دغې لارې تبادله، د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د هلوځلو د دوام په لړ کښې مهمه وبلله او څرګنده یې کړه: د وخت تیریدل او د فرصتونو ضایع کیدل به ایران د دریم ګام اجرا کولو ته مجبور کړي.
ولسمشر روحاني د امریکې د بندیزونو ختمیدل د ایټمي موافقې د ساتنې او دوام او تیر وخت ته د حالاتو د ستنیدو یوه بله لاره وبلله او ویې ویل: د ایران د فعالیتونو د بندولو لپاره څومیاشتنی لارې چارې هیڅکله د منلو وړ نه دي.
په دغو ټیلیفوني خبرو اترو کښې د فرانسې ولسمشر هم د شخړو د کمولو او د برجام د ساتلو لپاره د طرفینو د هلوځلو ضرورت ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره تل داسې تندلاري شته چې صلحې ته د رسیدو لپاره د هیوادونو د هلوځلو مخه نیسي او د ایران خلاف د بندیزونو د لاسختولو په هکله د امریکې اعلان، په هم دې لړ کښې دی.
امانوئل مکرون په دې خبرې سره چې اروپا د اینسټکس د عملي فعالیدو لپاره خپل اقدامات ګړندي کړې دي، په برجام کښې د ایران د ګټو د تامینیدو په اړه د دریو اروپايي هیوادونو ګډې بیانیې ته اشاره وکړه او زیات یې کړه: د امریکې له خوا لګیدلو بندیزونو له ایران سره د ډیرو هیوادونو سوداګري اړیکې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
**
د تهران چاپ ځینو نورو ورځپاڼو بیا په نیویارک کښې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د بیلابیلو ویناؤ او مرکو خبرونه راخیستې دي.
په دې لړ کښې اطلاعات د ښاغلي ظریف او د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملاقات انځور چاپ کړی او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په حواله یې لیکلې دي: ټرمپ په زیات نه زیات دباؤ سره، له تهران سره د مذاکرې انعام ته نه رسیږي.
افکار بیا په دې هکله لیکلې دي: د بالسټک توغندیو پروګرام د خبرواترو چورلیز نه دی. له ټرمپ سره بیخي مذاکره نه کوو.
**
په پاې کښې د کیهان ورځپاڼې ځینو مهمو خبرونو ته یوه سرسري کتنه کوو چې په دا ډول دي:
- ټرمپ له ایرانه د امریکايي ډرون بدل واخیسته............ خو په خوب کښې.
- د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک په هرمز تنګي کښې د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه د انګلستان یوه تیل وړونکې کشتۍ ونیوله.
- کیهان د اسرائیلو د یدیعوت احارونوت ورځپاڼې په حواله لیکلې دي: اسرائیل به له حزب ا... سره په راتلونکي جنګ کښې، د انصار ا... په وړاندې د عربستان په شان یوازې پاتې شي.
- د امریکې ولسمشر د فوټبال له نړیوال فیډریشنه غوښتي چې ایران ته پيسې نه ورکوي. د دې په ځواب کښې د ایران د فوټبال د فیډریشن مشر ویلې دي: که فیفا د ټرمپ خبره ومني نو خپل موقعیت به له لاسه ورکړي.
- اروپایان د امریکې د ایټمي بمونو له زیرمه کولو اندیښمن دي.
کابل چاپ نننیو ورځپانو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو او ورسره د سولې د برخلیک په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د طالبانو هغو حملو ته په کتو چې زیات ملکیان په کې وژل کېږي، داسې ښکاري چې د دغې ډلې رهبران د سولې په فکر کې نه دي او د جګړې په دوام فکر کوي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو او امریکايانو ترمنځ هغه سوله چې له افغان حکومت سره نه وي، په افغانستان کې جګړه نه شي ختمولای.
ویسا:
ویسا ورځپاڼه هم په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړي چې ایا ولس ژوندی دی؟
په سرمقاله کې راغلي، په تېرو درېیو ورځو کې په درې بېلابېلو پېښو کې شااوخوا درې سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په بادغیس کې ۳۶ کومانډو ووژل شول.
د لیکوال په باور، داسې ښکاري چې ولس مړ دی، ځکه غږ یې چوپ دی، که ولس ژوندی وای، د دې وحشتونو د دوام پرخلاف باید پاڅېدلی وای.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د قطر بین الافغاني ناستې پرېکړه لیک ته په کتو لیکلي، په پرېکړه لیک کې ژمنه شوې وه چې د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره به هڅې کېږي او هلته به حملې نه کېږي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، نه یوازې دغه حملې راکمې نه شوې، بلکې ورسره زیاتې هم شوې.
انیس:
د انیس د سرمقالې لیکوال طالبانو ته وړاندیز کوي چې په خپلو ژمنو ودرېږي او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې لاس واخلي.
په پای کې د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې د سولې په بهیر کې د ملي ګټو ساتل د دولت دنده ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*