ایران د افغانستان د ولس خلاف د ټرمپ توکمپالو څرګندونو ته غبرګون وښود
(last modified Wed, 24 Jul 2019 10:19:26 GMT )
Jul 24, 2019 14:49 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان د ولس خلاف د ټرمپ توکمپالو څرګندونو ته غبرګون وښود

د ایران د خارجه وزارت ویاند د افغانستان د خلکو خلاف د امریکې د ولسمشر توکمپالې څرګندونو وغندلې.

سید عباس موسوي نن د افغانستان د ولس خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د توکمپالو څرګندونو د غندنې په ترڅ کښې، هغه د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره ګواښ وباله او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ځان د ورور او ګاوند هیواد افغانستان د مقاومو خلکو او حکومت ترڅنګ ګڼي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر وړمه ورځ په واشنګټن کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په کتنه کښې ویلې وو چې که وغواړي نو یوازې په یوه اونۍ کښې د افغانستان جنګ پاې ته رسولی شي خو په کښې به لس میلیونه کسان وژل کیږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له واشنګټنه وغوښتل چې د امریکې د ولسمشرد څرګندونو په هکله وضاحت ورکړي.

 

ټیګونه