امریکا په عراق او سوریې کښې ملکیان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83656-امریکا_په_عراق_او_سوریې_کښې_ملکیان_وژلی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د امریکا په مشرۍ دداعش پرضد دتش په نامه نړیوال ائتلاف پرون په یوه(۱) راپور کښې اعتراف وکړ په سوریې او عراق کښې ددوې په حملو کښې ۱۳۲۱ ملکی وګړی وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2019 00:57 Asia/Kabul
  • امریکا او دهغې عرب او اروپايي ملاتړي هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو په جوړولو او په وسلو د هغوې په سمبالولو کښې مهم رول لري .
    امریکا او دهغې عرب او اروپايي ملاتړي هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو په جوړولو او په وسلو د هغوې په سمبالولو کښې مهم رول لري .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د امریکا په مشرۍ دداعش پرضد دتش په نامه نړیوال ائتلاف پرون په یوه(۱) راپور کښې اعتراف وکړ په سوریې او عراق کښې ددوې په حملو کښې ۱۳۲۱ ملکی وګړی وژل شوی دی .

په تیر راپور کښې چې په جون میاشت کښې خپور شوی وو دامریکا په مشرۍ دداعش پرضد دتش په نامه ائتلاف په سوریې او عراق کښې په خپلو بریدونو کښې د ۱۳۱۹ ملکی وګړو په وژلو اعتراف کړی وو .

د ایروارز( air war) په نوم څارونکی ډله وایی په عراق او سوریې کښې د امریکا د ائتلاف په هوایی حملو کښې اوه زره او نهه سوه (۷۹۰۰) ملکیان وژل شوی دی .

امریکا له تیرو څو کلونو راهسې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو بمبارۍ او حملې کړی دی .

امریکا او دهغې عرب او اروپایی ملاتړی هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو په جوړولو او په وسلو د هغوې په سمبالولو کښې مهم رول لری .