د ظریف بایکاټول د امریکې په ډیپلماسۍ کښې د تناقض نښه ده
Aug 04, 2019 07:26 Asia/Kabul
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې ځانګړې سلاکارې د ایران د بهرنیو چارو په وزیر باندې د امریکې د حکومت له خوا بندیز لګیدل، د واشنګټن په ډیپلماسۍ کښې د څرګند تناقض نښه وبلله.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې ځانګړې سلاکارې د ایران د بهرنیو چارو په وزیر باندې د امریکې د حکومت له خوا بندیز لګیدل، د واشنګټن په ډیپلماسۍ کښې د څرګند تناقض نښه وبلله.
د فډریکا موګریني ځانګړې سلاکارې ناتالي توچي تسنیم خبري آژانس ته په یوې ځانګړې مرکې کښې څرګنده کړه: د یو هیواد د جګ پوړي سفارتکار بایکاټول د هیڅ ډول ډیپلماټیک اصول په بنیاد نه دي.
هغې وویل چې البته د امریکې دا کار به د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپايي اتحادیې پر هلوځلو هیڅ اغیزه ونه کړي.