لندن کښې د عربستان د سفارت مخې ته اعتراضي تجمع وشوه
د بشري حقوقو لسګونه تنه فعالان پرون په عربستان کښې له سیاسي بندیانو د ملاتړ په موخه په لندن کښې د سعودي رژیم د سفارت مخې ته د اعتراض په توګه راغونډ شول.
ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې معترضو کسانو د یولړ شعارونو په ورکولو سره په سعودي عربستان کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي وغندله او د سیاسي فعالانو د آزادۍ غوښتنه یې وکړه.
د بشري حقوقو د څارونکي په شمول ډیرو نړیوالو او د بشري حقوقو سازمانونو تراوسه څوڅو وارې په عربستان کښې د بیان د آزادۍ په ځپل کیدو او د بشري حقوقو د فعالانو او معترضانو په زنداني کیدو او اعدامیدو باندې اعتراضونه کړې دي او وايي چې سعودي رژيم په نړۍ کښې د بشري حقوقو یو ستر خلاف ورزي کونکی دی.
په عربستان کښې د سیاسي بندیانو شمیر ۳۰ زره کسانو ته رسیږي چې د دغه هیواد د خلکو خلاف د آل سعود د ډیکټاټور رژیم د پولیسي سیاست د ژورتیا نښه ده.