ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۶-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د اسلامي ايران د ولسمشر ډاکتر حسن روحاني له قوله وليکل: د سیمې دښمنان باید د یمنیانو له خبردارونکي ځوابه عبرت واخلي او په سیمه کښې د جنګ اوور مړ کړي.
ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سیمې د بیدارو او هوښیارو ولسونو مقاومت یوه نه غلې کیدونکې لمبه وبلله او تاکيد یې وکړ: د سیمې دښمنان باید د یمنیانو له خبردارونکي ځوابه عبرت واخلي او په سیمه کښې د جنګ اور مړ کړي.
ولسمشر حسن روحاني پرون د خپلې کابینې په غونډه کښې زیاته کړه: د سیمې د خلکو بدغواړې دې پر ځاې د دې چې د لبنان د حزب ا...، د عراق د حشد الشعبي او د سوریې او یمن د خلکو په توانمنیو اعتراف وکړي، د تور پورې کونې په لټه کښې دي.
هغه په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې ایران هیڅکله په سیمه کښې نښته او جنګ نه غواړي، څرګنده کړه: ایران لکه څنګه چې په شمال، ختیځ او لویدیځ کښې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښۀ، دوستانه او د ورورولۍ تعلقات لري، له خپلو جنوبي ګاونډیانو سره هم د دوستانه تعلقاتو غوښتونکے دے.
ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف په حوالې سره وليکل: د امریکې اقتصادی ترهګرۍ غیرقانونی ده. هغه بیګا دتهران پرضد د بایکاټو د زیاتولو لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته په غبرګون کښې وویل د واشنګټن اقتصادی ترهګرۍ غیر قانونی او بشری ضد ده .
هغه په دې خبرې سره چې د امریکې بائیکاټونو د ایران په خلقو ګوزار کړے دے وویل جنګ او وژله بنده کړئ .
د امریکې ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې د هیواد خزانې وزارت ته یې حکم ورکړے دے چې د ایران په خلاف دې بایکاټونه نور هم زیات کړې .
امریکې په تیر میلادی کال کښې له ايټمي تړون په غیر قانوني ډول وتلو وروسته د ایران په خلاف د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقدامات پیل کړي دي.
------
د تهران چاپ ايران ورځپاڼې بيا وليکل: اسلامي ایران اوفرانس په ایټمي حوزه کښې خپلې ملګرتیاوې نورې هم زياتوي،دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي او د فرانسې د ایټمی انرژۍ دکمیشن مشر فرانسوا ژاک په ویانا کښې د ایټمی فعالیتونو په حوزه کښې د دوو اړخیزو تعلقاتو او ملګرتیاو دپراختیا په باب سره خبرې اترې وکړې
علی اکبر صالحی د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس په درې شپیتمه کلنۍ عمومی غونډه کې د ګډون لپاره ویانا ته لاد دے.
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر د دوشنبې په ورځ په جامعې نړیوالې ایټمی موافقه کې د پاتې لورو د ژمنتیاؤ په نه اجرا په سختو نیوکو سره او دغه رنګ څو اړخیز پالنې ته د ګوزار په ورکولو کښې د ا مریکې د ورانکارو اقداماتو په رټلو سره تاکيد کړے ، نړیواله ټولنه باید د امریکې ورانونکې چلند او د نورو هیوادونو په خلاف د دغه هیواد دحکومت له خوا د اقتصادی ترهه ګرۍ تعقیبونې وغندلې .
--------
همدارنګ د تهران يوې بلې ورځپاڼې اطلاعات په خپل يو خبر کښې د اسلامي ايران د خارجه وزارت د وياند له قوله وليکل،ايران په افغانستان کښې له ټولو لورو سره په صلاح مشورو او خبرو اترو تاکيد لري.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوی پرون د خبریالانو په ټول کښې ایران ته د طالب ډلې د پلاوي د سفر په اړه د دغه خبر د تاییدولو ترڅنګه وویل په افغانستان کښې له ټولو لورو سره د تهران د پراخو صلاح مشورو په چوکاټ کښې په وروستیو کښې د طالب ډلې یو سیاسی پلاوي ایران ته په سفر سره له اړونده ایراني چارواکو سره په افغانستان کښې د وروستیو روانو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې دي .
-------
د پاکستان جنګ ورځپاڼې وليکل، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران په خلاف د نویو بنديزونو لګولو حکم ورکړ. ورځپاڼې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله وليکل، چې د دغه هېواد د خزانې وزير ته يې په ايران باندې د بنديزونو زياتولو حکم ورکړې دے. د ورځپاڼې له قوله ټرمپ د بنديزونو تفصيل نه دے بيان کړے.
-----------
ورځپانې بيا د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل،پاکستان د اقتصادي ترقۍ په لار روان شوے دے. هغه په اسلام آباد کښې تر خپلې مشرۍ لاندې یوه ناسته کښې د هېواد د صنعت برخې لپاره امکاناتو او ودې څېړنه وکړه.
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې وليکل د پاکستان وزيراعظم عمران خان په دوه ورځني سفر سعودي ته لاړ، د ورځپاڼې له مخې عمران خان به په دغه سفر کښې له سعودي واکمنانو سره د کشمير په شمول په مختلفو مسائلو خبرې اترې او صلاح مشورې کوي.
--------
د پاکستان چاپ يوې بلې ورځپاڼې مشرق په يو خبر کښې وليکل،د دغه هېواد د احتساب محکمې نېب د پاکستان پيپلز پارټۍ يو لورتبه مشر سيد خورشيد شاه د مالي فساد په تور ونيوۀ.
د ورځپاڼې له قوله له بلې بلې خوا د دغه هېواد د حکومت مخالف ګوندونو د نېب لخوا د مالي فساد په تور د پېپلز پارټۍ د دغه مشر په نيولو سخت احتجاج وکړ.
د ورځپانې د يو بل خبر له مخې پاکستان امريکې ته د تګ لپاره د هند د وزيراعظم نرېندر مودي د هوائي سفر په دوران کښې د پاکستان له فضاء نه د تېرېدو لپاره د هند د حکومت غوښتنه رد کړه او مودي ته يې له خپلې فضاء نه د تېرېدو اجازه ورنکړه.
------
برطانوي ګارډين ورځپانې بياپه افغانستان کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د بریدونو د زیاتېدو مسئله را اخیستې ده.
دا برطانوي ورځپاڼه په کابل او پروان کې د سې شنبې د ورځې بریدونو ته په اشاره سره لیکي، د دې ډول حملو شدت د امریکې او طالبانو د سولې د خبرو تر لغوه کېدو وروسته زیات شوے دے.
د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې نورې په ټپه اودرېدلي دي.
د ګارډین په وینا، څو اوونۍ د افغانستان ټاکنې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو تر اغېزې لاندې وې او ډېری افغانانو داسې انګېرله چې د سولې د توافق په صورت کې به انتخابات لغوه شي.
د ورځپاڼې په باور، اشرف غني چې په افغانستان کې د سولې راوستو ته واضح تعهد لري، هڅې کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
-------
بله ورځپاڼه د هیل لیکي، افغانان د ولسمشرۍ د څلورمې دورې د انتخاباتو په لور روان دي چې د سپټمبر په ۲۸مه ترسره کېږي. ورځپاڼه لیکي، له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا چې نړیوالې ټولنې د افغانستان رغونې ته مخه کړې ده، دا ځل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په ګډون ګڼ کسان په دې سترګه ګوري چې دا ټاکنې په دې هېواد کې چې د ډموکراسۍ په لور ورو روان دی، یو مهم ګام دی.
--------