امریکا د بریتانیا د نوی پلان هرکلی وکړ
رویټرز خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګروملتونو د مذهبونو د ازادۍ په غونډې کښې له ایران سره دنوی اټومی موافقې په هکله د بریتانیا دلومړی وزیر بوریس جانسن د پلان هرکلی وکړ .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د بریتانیا د لومړی وزیر بوریس جانسن پلان ته په ځواب کښې وویل زه د انګلستان دلومړی وزیر درنښت کوم او دهغه په نوی پلان حیرانه نه یم .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۵ میلادی کال اټومی تړون ته په اشارې سره ادعا وکړه مونږ د یوې (۱) نوی اټومی موافقې غوښتونکی یوو ځکه چې پخوانی اټومی تړون ختم شوی .
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن په نیویارک کښې په یولړ څرګندونو کښې وویل له ایران سره له مخکنۍ اټومی موافقې سره له مخالفت چې ورتیر شو د نوی اټومی تړون په لور د حرکت وخت رارسیدلی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د تیر میلادی کال د می دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه په رسمی ډول خپل هیواد له اټومی تړون څخه وویست او دایران پرضد یې بندیزونه له سره ولګول .