د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
(last modified Tue, 15 Oct 2019 07:55:35 GMT )
Oct 15, 2019 12:25 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، هیله ده چې ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

   دا هم د تهران  چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده  چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې د اسلامی ایران د ولسمشر خبری کنفرانس ته  ډیر انعکاس ورکړی  او لیکلی ئې دی ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  پرون په خبری کنفرانس کې جوته کړې  په سیمې کې د یمن د  بې انډوله جنګ  پای  د ایران او  عربستان د اړیکو  غوټه خاصولی شی .

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلی د ی ، د سورئې دحکومت او کرد ځواک ترمینځ په موافقې پسېې  د ترکیې له پولې سره د سیمو  کنټرول د سورئې  دپوځ  په  اختیار کې اخستی او په دغو سیمو کې  خلکو په  دغې موافقې خوشالیانې کړی دی .

 د  ایران د ایټمی ا نرژۍ  د ادارې  ویندوی بهروز کمالوندی  د ا یران  او د خنداب څیړنیز ریئکټر  د ماډرنونې  د ګډې  کاری ډلې  د مشرانو په غږملونکی غونډې کې چې  دچین او انګلستان د پلاؤ او  دایران د  ایټمی انرژۍ د  ادارې د پلاوی په شتون سره ترسره شوی ،ټینګار کړی دی  دم ګړۍ  جامعه نړیواله ایټمی موافقه  له مناسبو شرائطو برخمنه نه ده .

 د ایران داسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئیل شوی دی ،د ا سلامی انقلاب ضد او پیّلی ډلو ټپلو یو  مهم کس او د آمد نیوز  انټرنیټی سایټ  مشر روح ا... زم  د ایران د اطلاعاتو د  ادارې  د ځیرو او هوښیارو مامورانو په لاس په یولړ پیچلو  عملیاتو کې نیول شوی دی

دانګلستان مَلَکې الزبت  له اروپائی اتحادئې  په ټاکلی وخت کې د وتنې پر لایحې یا بریګزیت  یو ځل بیا ټینګار کړی دی .  

د  امریکا حکومت له سورئې عراق ته نور یوسل پنځوس ځانګړی پوځیان منتقل کړل .  داپه داسې حال کې دی چې  د سورئې له شمالی سیمو د امریکائی پوځیانو له وتنې سره په هماغه مهال د ترکیې پوځ  دسورئې په شمالی سیمو یرغل کړی چې وئیل  کیږی ، په سلګونو عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتی دی .

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ  یوه پلاوی  قاهرې ته په سفر کې  دمصر له لوړپوړو چاوراکو سره لیده کاته او مشورې کړ ی دی .

د سعودی عربستان پاچا  ملک سلمان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  چې د سعودی عربستان په رسمی سفر ریاض ته تللی ، په یوې کتنې کې د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب سره خبرې اترې کړی او دغه راز ئې  د عربستان  له ولی عهد محمد بن سلمان سره هم د مینځنی ختیځ د سولې او امنیت دلارو چارو په باب خبرې کړی دی . داپه داسې حال کې چی د یمن په جنګ کې په همداوروستیو کې د یمن  دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په لاس  د عربستان پر مهمو تیلی تاسیساتو او نورو  پوځی مرکزونو   سختو ګوزارونو وروسته دعربستان چارواکی لالهانده شوی او هڅه کوی ، څو د امریکایانو د بدعهدیو او  دیمن له ناانډوله جنګه د ځان دژغورنې لپاره   هرې وسیلې ته لاس واچوی څو دغه جنګ ودرول شی  او خپله بې شرمی او لالهنادی تر یوه حده پټه کړی .

 داهم  د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې دحسینی اربعین  د پلی لاریون  په زړه پورې عکسونو په  راخستو سره  لیکلی دی، د حسینی اربعین په پرتمینو دستورو کې د ګډون لپاره  دایران اسلامی جمهوریت له پولو څه دپاسه درې میلیون زیارتوال تیر شوی  او وئیل کیږی چې  دغه بهیر هماغه راز دوام لری .  داپه داسې حال کې د ی چې  د پاکستان په لکونو زیارتوال هم د ایران له لارې  دعراق کربلا ته درسیدو  لپاره خوځیدلی او په دې  له عشقه په ډکې  اوږدې لارې کې  کړاؤنه  او مشکلات  په ورین تندی سره  زغمی څو د  حسینی  اربعین په سپیڅلو دستورو کې د ګډون لپاره ځانونه کربلا معلی ته ورسول شی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  سیمه ایزو او نړیوالو رسندوئی  او سیاسی ټولنو   ایران  ته دپاکستان  د  لومړی وزیر عمران خان سفر او دایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر پشمول  له لوړوپوړو چارواکو سره لیدوکاتو ته ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی ، د پاکستان لومړی وزیر هڅه کوی ، دسیمه ایزو شخړو او ترینګلتیاؤ د کمولو یا ختمولو لپاره نوښت ترلاسه کړی ، ځکه سیمه ایزې ترینګلتیاوې اوشخړې یوازې د  استکبار او استعمار په ګټه دی او  دسیمه ایزو ملتونو او هیوادونو دبربادۍ او تباهۍ لاملونه برابروی .

 ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلی دی ، امریکا د ملګروملتو  څه دپاسه یو میلیارډ ډالری پورَوړی هیواد  دی چې وئیل کیږی ،  دملګروملتود په درستو غړو کې ددغې موسسې تر ټولو ستر پورَوړی  هیواد دی .

   د سورئې کردانو د  امریکا د بدعهدیو او د ترکیې  پوځ ته ئې د شنې اشارې  په ورکولو سخته غوسه او کرکه ښودلې او  د سورئې له حکومت سره ئې د غاړې په کیښودلو سره  له خپل ملی حکومت سره روغه جوړه کړې او د خپلو سرحدی  سیمو او ښارونو درست اختیارات ئې  دسورئې پوځ ته په لاس کې ورکړی او  ژمنه ئې کړې چې د سورئې  پوځ اوحکومت سره  مټ په مټ دریدا سره به  دهر ډول تیریګیرو په وړاندې د خپلې خاورې دفاع وکړی .

 د سعودی ائیتلاف  په تیرو درو ورځو کې دیمن د بیلابیلو سیمو په مظلومو اوبې څوکه  خلکو باندې کابو درې اویا ځله بمبارۍ  کړی  چې  دماشومانو او ښځو پشمول د سلګونو بې ګناه خلکو وینه ئې توی کړې ده .

د هندوستان حکومت او پوځ د هند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې د لکونو خلکو  په کلابندولو سره  په اویایمې ورځې هم  ګرځبندیز ته دوام ورکړی او  ددغې سیمې دغه درست خلک په  خپلو کورونو کې زندانی شوی دی ، خو بیا هم داسې کومه ورځ نشته چې د کشمیر مسلمان خلک د هندی جنایتکارو په ضد خپله کرکه او  غوسه  وړاندې نه کړی . وئیل کیږی  په دغې مودې کې د سلګونو  بې ګناه کشمیریانو وینه توی شوې ده .

بلاخره  د امریکا جنګ وزارت پنټاګان هم  د  ډونالډټرمپ  له ملاتړه لاس په  سر شو او د ولسمشر د مواخذه کولو لپاره ئې  د دغه هیواد  له کانګرس سره د ملګرتیا خبره کړې . همداراز واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی  دی ، په تیرو درو کلونو کې د ډونالډټرمپ د درستو دروغو  د ثبتولو لپاره  یو سسټم جوړ کړی  چې وئیل کیږی تر دې دمه ئې یعنی په تیرو نهه سوه نهه نوی  ورځو کې د ډونالډټرمپ  کابو دیارلس زره څلور سوه ځلې دروغ او چټی  ادعاګانې ثبت کړی  ، نو ځکه  ډونالډټرمپ په یوه بشپړ پینوکیو  بدل شوی دی .

دا په داسې حال کې دی چې  د  امریکا د ملی امنیت پخوانۍ سلاکارې  سوزن رایس  له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په  خبرو کې د ډونالډټرمپ  د حکومت په سټراټژیو او سیاستونو په سختو نیوکو سره وئیلی دی ،د  امریکا  د ملی امنیت په شورا کې د فیصلو بهیر  په بشپړ ډول  سره دړې وړې شوی  او هیڅ ډول سمه فیصله نشی کولی .

           دا هم د تهران بله ورځپاڼه همشهری ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د سورئې دشمالی سیمو کردانو په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،  په دغو سیمو د ترکیې تیری لامل شوی  چې تر پرون پورې د سورئې په شمال کې  له رقه سره نزدې یوه زندانه  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره اړونده کابو اوه سوه پنځه اتیا بهرنی جنایتکار ترهه ګر وتښتی .

 ورځپاڼې په دوام  کې لیکلی دی ، په جاپان کې  له تیرې شنبې ورځې راهسې :هاګیبیس : نومې ستر طوفان له امله د مړو شمیر شپیتوتنو ته او ټپیان هم سلګونو تنو ته رسیدلی او دغه راز ئې  په زرګونو هستوګنو کورونو او نورو تاسیساتو ته ډیر زیات تاوانونه اړولی دی .

د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  مسئولانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره  د سعودی ائیتلاف پوځی  مشرانو  او آل سعود رژیم ته یو ځل بیا  خبرداری ورکړی چې  د یمن د مظلوم ولس په ضد دې خپلو  تیریو اوجنایتونو  دوام  پای ته ورسوی که داسې نه وی ،نو ورپسې د لاسخت ګوزار په تمه دې ووسی . دوی همداراز دمتحده عربی  اماراتو مشرانو ته هم  دجدی خبرداری په ورکولو سره وئیلی دی ، دوی دې هم په خود کې شی او دیمن د مظلوم ولس په ضد دې خپل جنایتونه اوتیری ختم کړی .

***********************

          اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو  تر ډېره حده  دافغانستان د  د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د ځنډ، د ټاکنیزو کمېشنونو د چارو پر څرنګوالی او د رأیو د شمېرلو پر بهیر مقالې او لیکنې خپرې شوی.

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله په دې سرلیک سره چې "مهال‌وېش جدی ونیسئ، دوهم پړاو ټاکنې څوک ترسره کوی؟ ، یوشمیر پوښتنې مطرح کړی دی .په سرمقاله کې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ځنډ د اندېښنې وړ بلل شوی او  ویل شوی چې سر له اوسه هوا سړه شوې او ښایی تر ډېره حده د  ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شی.

د سرمقالی د لیکوال په خبره، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د میزان د شپږمې په ټاکنو کې هم مخکښه دی چې دغه چاره د ټاکنو دوهم پړاو ته د تللو امکان زیاتوی.

د هشت صبح په سرمقاله کې راغلی چې د ټاکنو کمېسیون باید د نورو چارو ترڅنګ د دوهم پړاو ټاکنو لپاره هم سر له اوسه تیاری ونیسی، ځکه که دوهم پړاو ټاکنې په خپل وخت ونه‌شی، نو یو بل ناورین به وزېږی.

              د سرخط خپلواکې ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې سرلیک ده چې "نوماندان بهرنیو  دباؤنو  ته زیات پام کوی"، په سرمقاله کې راغلی، په افغانستان کې هر لوی بهیر د ځانګړو معیارونو او قوانینو پر ځای، د بېلابېلو اړخونو د فشارونو تر سیوری لاندې راځی.

د سرمقالې لیکوال لیکی، د میزان د شپږمې ټاکنې هم له دغه شان برخلیک سره مخ دی او هغه نوماندان چې حکومتی امکانات او واګې یې په لاس کې دی، تر ډېره‌یې د خپل توان ښودلو هڅه کړې او د ټاکنو کمېسیون له‌خوا د پایلو تر اعلان وړاندې یې ځانونه بریالی اعلان کړی دی.

د سرخط په مقاله کې زیاته شوې چې په افغانستان کې تل لومړۍ خبره د زورور  وی، خو کله چې دغه زورواکی د بهرنیانو تر فشار لاندې راشی بیا نو ځانونه تر ټولو ډېر قانون او اصولو ته پابند بولی.

د دې مقالې په وروستۍ برخه کې راغلی، کله چې د بهرنیو هېوادونو سفیران د افغانستان د ټاکنو په اړه معلومات ورکوی او خبرې یې ځای نیسی، نو څرګنده ده چې نوماندان هم د دوی خبرو ته غاړه ږدی او په ټوله کې د ټاکنو برخلیک بهرنیان ټاکی.

                 ملی ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې عنوان لیکلې ده چې "د ټاکنو کمېسیون چارې د ستاینې وړ دی"، په سرمقاله کې راغلی چې د میزان د شپږمې له ټاکنو وړاندې د ټولو ټاکنیزو ټیمونو او د افغانستان د خلکو غوښتنه دا وه چې د رأی ورکونې مرکزونه دې په بایومټریک سیستم سمبال او هېڅ چاته دې پرته له بایومټریک سسټمه، د رأی ورکونې اجازه ورنه‌کړل شی چې د ټاکنو کمېسیون هم د نوماندانو او خلکو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ او ټول مرکزونه‌یې په بایومټریک سیستم سمبال کړل چې دغه چاره د ټاکنو په شفافیت کې د پام وړ رول لری.

خو د سرمقالې د لیکوال په خبره، بیا هم په یو شمېر مرکزونو کې خلکو پرته له بایومټریکه ،رأیې وکارولې چې دغه چاره له ټاکلو اصولو سرغړونه او ټاکنیزې درغلۍ کې شمېرل کېږی.

د ملی ارمان په سرمقاله کې راغلی چې د ټاکنو کمېسیون د اعلان له مخې نږدې دوه میلیونه بایومټریک رأیې د کمېسیون عمومی سرور ته داخلې شوی چې دغه شمېر بایومټریک رأیې د پام وړ او د ټاکنو برخلیک ټاکلی شی.

د سرمقالې لیکوال لیکی، بل‌خوا دغه کمېسیون پنځه لکه له بایومټریک سسټم پرته رأیې له شمېره ویستی چې د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کوی او سپینې رأیې له تورو رأیو بېلېږی.

 

ټیګونه