د بریتانیا لومړی وزیر او لیبر ګوند خبرې وکړې
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د لیبر(l Labour party ) ګوند مشر جیرمی کوربین له اروپایی اتحادیې د لندن د ایستلو(Brexit ) د مهال ویش په هکله خبرې وکړې .
په دغه کتنې کښې د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین لومړی وزیر بوریس جانسن ته د خپل ګوند وړاندیز تکرار کړ چې له اروپایی اتحادیې د لندن د ایستلو د موافقې د لایحې د ترمیمم ، د خبرو اترو او بیا کتنې لپاره له معقول مهال ویش سره موافقه وکړی .
کوربین په دغه کتنې کښې دغه راز ټینګار وکړ تر هغه وخته چې له اروپایی اتحادیې څخه له موافقې پرته د وتلو د انتخاب خطر ختم نشی لیبر ګوند د عمومی انتخاباتو د ترسره کیدا ملاتړ کوی .
له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو په هکله د حکومت او د ولسی جرګې هاوس اوف کامنز (House of Commons)اختلافات زیات شوی دی .