له اروپایی اتحادیې وتل لندن ته ۷۰ میلیارډه پونډه تاوان رسوی
ایرنا خبری اژانس وایی د بریتانیا د ملی اقتصاد او ټولنې موسسې پرون وویل د لومړی وزیر بوریس جانسن د حکومت دنوی موافقې پراساس له اروپایی اتحادیې د لندن وتل به د انګلستان اقتصاد ته اویا (۷۰) میلیارډه سټرلینګ پونډه تاوان ورسوی .
دغه موسسې دغه راز اټکل ورکړ په راتلونکو لسو (۱۰) کلونو کښې به د بریتانیا اقتصادی وده په اروپایی اتحادیې کښې د لندن د شتون د دوام په پرتله درې اعشاریه پینځه فیصده کمه شی .
د اروپا کمیسیون مشر ژان کلوډ یونکر او د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن د اکتوبر په اولسمه (۱۷) نیټه له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو د څرنګوالی په هکله د بروکسل او د لندن د موافقې خبر ورکړ .
د بریتانیا پارلمان تراوسه له اروپایی اتحادیې د لندن د ایستلو لپاره د لومړی وزیر بوریس جانسن ټول پلانونه رد کړی دی .
نوی نظرسنجې وایی چې د بریتانیا څه دپاسه نیمایی خلک غوره ګڼی چې هیواد یې په اروپایی اتحادیې کښې پاتې شی .