ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ملګرو ملتو د سرمنشي له قوله په غټو ټکیو لیکلې دي: د ایران خلاف د امریکې بندیزونه د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف دي.
د خبر په دوام کښې راغلې دي چې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا په هکله د ملګرو د سرمنشي د اتم رپورټ د څیړنې لپاره د امنیت شورا غونډه وړمه ورځ مازیګر په داسې حال کښې پیل شوه چې انټونیو ګوترش له ایټمي موافقې د امریکې په وتنې او د ایران خلاف یې د بندیزونو په لګولو خفګان او خواشیني څرګنده کړه.
د غونډې په سر کښې د ګوترش پړاویز رپورټ ولوسته.
د ملګرو ملتو سرمنشي په دغه رپورټ کښې د امریکې یواړخیز بندیزونه په ایټمي موافقه او په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې د انځور شویو اهدافو خلاف وبلل او ویې ویل چې د دغه پریکړه لیک له مخې د نړۍ ټول هیوادونه باید له ایران سره آزاد تجارت ولرلی شي.
انتونیو ګوتریش زیاته کړه: د ایران د ایټمي مسئلې په هکله د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام ایټمي موافقه) د څواړخیزې ډیپلماسۍ یوه ډیره مهمه بریا ده.
*/*/*/*
جاپان د برجام ترڅنګ
دا هغه وړومبی سرټکی دی چې د تهران چاپ ایران ورځپاڼې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د جاپان د وزیراعظم د یو ګډ انځور په خوا کښې په خپل وړومبي مخ چاپ کړی دی.
له دې عنوان لاندې د جاپان د وزیراعظم شنزو آبه په حواله لولو: جاپان له ایټمي موافقې د ملاتړ لپاره له دریو اروپايي هیوادونو سره ملګرتیا کوي.
ورپسې د ولسمشر حسن روحاني هغه خبره ده چې د جاپان له وزیراعظم سره له ملاقات وروسته یې کړې او وايي: د ملي ګټو په لړ کښې له هیڅ ډول مذاکرې او موافقې مخ نه اړوو.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل له اټومی موافقې په غیرمسولانه ډول وتلو کښې د امریکا غیرقانونی رودې د امریکا او د اټومی موافقې د بل کوم لوری لپاره هیڅ ګټه نه درلودله او ثابته یې کړه چې بایکاټ دهر هیواد لپاره له بایلونکی ، بایلونکی پرته بل هیڅ برخلیک نلری .
حسن روحانی په دې خبرې سره چې ایران د خپلو ګټو په چوکاټ کښې د اټومی تړون د ساتلو لپاره خپله ټوله هڅه کړې ده او وبه یې کړی د اټومی موافقې له نورې خواوې هم غواړی په خپلو ژمنو عمل وکړی او زیاته یې کړه ایران له اټومی تړون څخه د امریکا له وتلو او په خپلو ژمنو د اروپایی هیوادونو د عمل له نه کولو رووسته خپلې اټومی ژمنې سوکه سوکه کمې کړی دی .
د جاپان لومړی وزیر شینزو آبه هم په خپل هیواد کښې د ایران د ولسمشر حسن روحانی په شتون د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل د تهران او د ټوکیو اړیکې نویم (۹۰) کال ته ورننوتلی دی او په تیرو کلونو کښې د دواړو هیوادونو د حکومتی چارواکو تګ راتګ د ایران او د جاپان د اړیکو له مخکې څخه د زیاتې پیاوړتیا سبب شوی دی .
د جاپان لومړی وزیر شینزو ابه په ټولو ډګرونو کښې له ایران سره د اړیکو په پراختیا د خپل هیواد دلچسپۍ باندې په ټینګار سره وویل ټوکیو په بیلابیلو زمینو کښې له تهران سره د ملګرتیاو پراختیا ته هوډمن دی .
*/*/*/
کیهان:
د کیهان ورځپاڼې ځینو بهرنیو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:
حزب ا... غورځنګ د لبنان د ګیس په زیرمو باندې د هر ډول تیري په هکله صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که داسې کومه پیښه رامینځته کړي نو اسرائیلو به پر خپل برخلیک لوبې کړې وي.
له بلې خوا د امریکې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ډیموکراټانو کاندید برني سنډرز، د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم په توکمپال بللو سره د فلسطینیانو په وړاندې د واشنګټن د سیاستونو د نرمښت او بدلون غوښتنه وکړه.
کیهان په یو بل خبر کښې لیکي: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپلې استیضاح ته د کانګرس د مثبتې راې په غبرګون کښې، په دغه ارګان کښې زر تر زره د خپلې محاکمې غوښتنه وکړه.
اخوا د انګلستان پارلیمان بلآخره د برګزیټ په نامه له اروپايي اتحادیې څخه د دغه هیواد د وتلو طرحه تصویب کړه.
خو د سکاټ لینډ وزیر خبرداری ورکړی چې ممکنه ده دغه سیمه د لندن خلاف هر انتخاب غوره کړي.
په لبنان کښې د پارلیمان په راې سره حسان دیّاب د دغه هیواد د وزیراعظم په توګه غوره شو.
له لویدیځې آسیا بل خبر دا چې د ترکیې حکومت د سوریې د شمال په راس العین کښې درې سوه ترهګ او د هغوي د کورنۍ غړي دیره کړل.
د عراق حشد الشعبي ځواک بیا وايي چې داعشي ترهګر له سوریې څخه mustard زهرجن او وژونکی ګیس عراق ته واردوي.
او کیهان د فیګارو ورځپاڼې په حواله لیکلي چې د فرانسې زیات شمیر پخواني پوځیان په دې تیرو کلونو کښې په داعش ترهګره ډله کښې شامل شوې دي.
*/*/*/*
نړیوالې ورځپاڼې:
هیل ورځپاڼې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن پر خبرو تمرکز کړی دی.
بایډن پنجشنبه د امریکا د ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په وروستۍ ټلویزیوني مناظره کې وویل چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یې د اوباما اداره په افغانستان کې د عسکرو له زیاتولو منع کړې وه.
د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې دولت جوړونه یوه تېروتنه او نه ترلاسه کېدونکې موخه یاده کړې.
هیل ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا لوړپوړو امنیتي چارواکو ویلي د اوباما د ادارې تر سخت فشار لاندې و څو داسې ارقام وړاندې کړي چې په افغانستان کې د پوځیانو زیاتوالی موثره وښيي.
ورځپاڼې په دوام کې د همدغو چارواکو په حواله لیکلي چې واقعیت داسې نه و بلکې د پوځیانو زیاتوالي کومه ګټه نه وه کړې.
جوبایډن چې اوس د امریکا په ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټانو احتمالي کاندید دی ویلي چې متحده ایالتونو باید افغانستان ته د څه باندې یو لک پوځیانو د استولو پر ځای په کمو پوځیانو باندې له تروریزم سره د مبارزې پالیسي مخته وړې وای.
واشنګتن ټایمز
واشنګتن ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي چې جوبایډن ادعا کړې د مخکیني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره په لانجه و چې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر زیات نه کړي.
ورځپاڼې د بایډن په حواله لیکلي چې دا یوه تېروتنه وه او پوهېدل چې متحده ایالتونه له زیات قدرت سره جګړه نه شي ګټلی.
د مقالې د لیکوال په باور بایډن د پنجشنبې په شپه په مناظره کې چلنج شو ځکه د افغانستان په اړه د واشنګتن پوسټ وروستی راپور تر بحث لاندې ونیول شو.
واشنګتن پوسټ همدا میاشت د یو لړ معتبره اسنادو په استناد داسې راپورونه خپاره کړل چې په کې ادعا شوې امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا له خلکو حقایق پټ کړي.
انډيپنډټ
د بریټانیا چاپ انډيپنډټ ورځپاڼې هم د جوبایډن پر خبرو مقاله لیکلې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه بایډن غواړي ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي او یواځې ځانګړي ځواکونه پاتې شي.
د ورځپاڼې په لیکنه د بایډن دا دریځ بېګاه د امریکا د ډیموکراټ ګوند یوه غړي او سناتور برني سندرز وننګاوه.
له برني سندرز وپوښتل شول چې که داسې فکر یې درلوده ولې یې د افغان جګړې په ګټه رایه ورکړه؟
دغه سناتور ځواب ورکړی چې په کانګرس کې د خپلو نورو همکارانو په څېر تېر وتلی و.
کله چې د امریکا سنا جرګې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره رایه اچونه کوله یواځې سناتورې باربارا لي مخالفت کړی و او منفي رایه یې ورکړې وه.
د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند یو احتمالي کاندید برني سندرز وايي مېرمن باربارا سم دریځ نیولی و او پاتې نورو اشتباه وکړه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*