متحده عربی اماراتو لیبیا ته وسله وال کسان استولی
العربی الجدید خبری سایټ د لیبیا د پلازمینې طرابلس پرضد د حملو د زیاتولو لپاره د ملی پوځ په نوم د تشکیلاتو له مشر جنرال خلیفه حفتر سره د مرستې لپاره له سوډان او چاډ څخه د اوه سوه (۷۰۰) ملیشا ځواکونو په استولو کښې د متحده عربی اماراتو د اقدام خبر ورکړ .
دغه راپور زیاتوی د متحده عربی اماراتو په دغه اقدام سره د سوډان پینځه سوه (۵۰۰) وسله وال کسان او د چاډ هیواد التناوب او الوفاق ډلو ته اړونده دوه سوه (۲۰۰) نور کسان د لیبیا دجنرال خلیفه حفتر تر کنټرول لاندې سیمو ته ورغلی دی او ټاکل شوی ده له دغه ځایه بیا په طرابلس کښې د جنګ مرکزونو ته ولیږدول شی .
دغه راز د لیبیا د ملی وفاق حکومت د ریاستی شورا مشر فائز السراج چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوی د ایټالیا له کوریر ډلا سیرا (Corriere della Sera) ورځپاڼې سره په مرکه کښې له ترکیې سره د حکومت د موافقې مخالفانو ته په ځواب کښې ډاګینه کړه د لیبیا حکومت له ترکیې څخه د پوځی مرستې له غوښتلو بله چاره نلری .
سعودی عربستان او متحده عربی امارات په طرابلس باندې د خلیفه حفتر د ځواکونو د بریدونو سیاسی ملاتړ کوی او وسلې هم ورکوی او په مقابل کښې ترکیه او قطر د لیبیا د ملی وفاق حکومت ملاتړ کوی .