وحشي صهیونیستي رژیم د سورئې پر جنوبي سیمو بیا د توپونو برید وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ د سوریې په جنوب باندې د خپلو هره ورځو تیریو په دوام کښې په القنیطره ولایت کښې د الرفید ښارګي په شاو خوا سیمو د توپونو ډزې وکړې خو تراوسه یې د رسیدلیو تاوانونو او د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د پارسټودي د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم ځواکونو د شنبې په ماښام د القنیطرې د جنوبي سیمو په الرفید ښارګوټي شاوخوا ۶ توپچي مرمۍ وویشتلې.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له دغه برید څخه مخکې، د شنبې په ورځ، د صهیونیستي رژیم یوه پوځي کاروان چې ۵ زغرهوال موټر او پوځي سرتېري یې لېږدول، د الرفید شاوخوا سیمو ته ننوتی و.
د القنیطرې سیمه په وروستیو ورځو کې د صهیونیستي رژیم د پوځ د تېریزو اقداماتو د زیاتېدو شاهد ده. د پنجشنبې په ورځ هم د القنیطرې د جنوبي سیمو په «تل الأحمر الشرقی» شاوخوا سیمه کې دوه توپچي مرمۍ ویشتل شوې وې.
د سوریې په جنوب کې د القنیطرې او درعا ولایتونه هره ورځ د صهیونیستي رژیم د سرتېرو د نفوذ، بریدونو، د کورونو د پلټنې، د ملکي وګړو د نیولو او د پوځي تلاشیو د مرکزونو د جوړولو شاهد دي.
القنیطره سیمه په تیرو ورځو کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د تیریګرو اقداماتو د زیاتیدا کتونکې ده په دې ډول چې په تیرې پنجشنبې ورځ هم د جنوبي قنیطره په خوا کښې په تل الاحمر الشرقي باندې د توپونو دوې ډزې شوې وې.