کورکمن او تور مرچ د بدن لپاره ډیرې ګټې لری
زمونږ خبریال وایی د تاسو د کورونو په اشپزخانو او پخلنځیونو کښې موجودې ځینې مصالحې د درملو خصوصیات لری کومې چې د انسان د بدن لپاره ډیرې ګټې هم لری .
په خواړو کښې د زیات خوند د راوستلو لپاره دغه استعمالیدونکی مصالحې د تاسو د صحت د ښه کیدا لپاره ډیرې ګټې لری .
زیړ رنګ کورکمن(Turmeric) د ډوډۍ او دخواړو د تیارولو لپاره تر ټولو زیاته استعمالیدونکی مصالحه ده .
کورکمن د ډیرو درملو خصوصیات لری او دغه راز تور مرچ (Black pepper) هم د انسان بدن ته ډیره ګټه رسوی او کله چې تاسو کورکمن او تور مرچ سره یوځاې کړئ نو حیرانونکی طبی ګټې رسوی .
د کورکمن د هضمولو لپاره د تور مرچ کارول :-
کرکومین د کورکمن یو (۱) مهم مرکب دی چې ډیر فعال جز دی .
بلې خوا په تورو مرچو کښې «پایپرین» ماده وی چې د انسان په بدن کښې د کورکمن په جذبولو کښې مرسته کوی .
د تور مرچ او د کورکمن په یوځاې کولو سره د تاسو بدن ته د کورکومین په رسولو کښې مرسته کوی .
د سوزش او خرخښت لپاره ترټولو ښه درملنه :-
په کورکمن او تورو مرچو کښې د سوزش درملنه شته .
په عمومی ډول په ساړه موسم کښې د انسان په بدن کښې خرخښت او سوزش زیاتیږی او که چیرې دواړه سره یوځاې کړې شی نو یوه (۱)معجزه لرونکی ماده رامینځته کولای شی .
تور مرچ او کورکمن د انسان د جوړو د دردونو لپاره ډیره ګته لری .
په ساړه موسم کښې د تورو مرچو او د کورکمن استعمال ډیره ګټه لری .
کور کمن او تور مرچ د انسان هاضمه پیاوړی کوی :-
د کورکمن او د تورو مرچو مرکب د انسان هاضمه ګړندۍ کوی او د دواړو څیزونو په خوړلو سره د معدې اکثره ناروغیانې ختمیږی .
کورکمن او تور مرچ باید په کوم ډول استعمال شی ؟
دغه دواړه شیان باید په زیات مقدار کښې استعمال نشی .
کورکمن او تور مرچ په بیلابیلو شربتونو کښې په اچولو سره استعمالیدلی شی .
تور مرچ او کورکمن په سلادو او هګیو کښې هم استعمالیدلی شی .