ډونالډ ټرمپ او د ایران له خلکو د ملاتړ دورغجنه ادعا :-
(last modified Sun, 12 Jan 2020 10:38:21 GMT )
Jan 12, 2020 15:08 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ او د  ایران له خلکو د ملاتړ دورغجنه ادعا :-

که څه هم امریکا د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه تل د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې منفی او غلیمانه کړچار لرلی دی خو د دغه هیواد جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران او د هغه له خلکو سره د واشنګټن د دښمنۍ بې ساری اړخونه نندرې ته وړاندې کړی دی .

ډونالډ ټرمپ همدا اوس په ټولې بې شرمۍ سره د ایران له ملت څخه  د ملاتړ ادعا کړی ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په داسې حال کښې چې د ایران خلک د واشنګټن د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې ترټولو سختو بایکاټونو سره مخ دی په یوې (۱) خندا وړ ادعا کښې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل زه د ایران د خلکو په څنګ کښې یم .

ټرمپ د اوکراین د الوتکې د پیښې په ارتباط  چې د تهران په خوا کښې وغورځیدله په تهران کښې د محصیلینو ځینو غونډو ته په غبرګون کښې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په فارسۍ او انګریزۍ ژبې ولیکل زه د ولسمشرۍ له لومړیو څخه د تاسو په څنګ کښې یم او زه د تاسو ملاتړ ته دوام ورکوم .

زه د تاسو اعتراضونه  په  دقت سره څارم او د تاسو له زړورتیا څخه الهام اخلم .

د جیمی کارټر په شان د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم تل په یو(۱) ډول له ایران سره خپله دښمنۍ نندرې ته وړاندې کړی وه .

په دغو غلیمانه اقداماتو کښې په ایران کښې د کودتا لپاره د زمینې برابرول، په تپلی جنګ کښې د عراق له بعث رژیم سره استخباراتی او لاجیسټیکی مرستې  او د دغه جنګ په پاې کښې له ایران سره نیغ په نیغه ټکر ته ورګډیدل او د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د ډول ډول بایکاټونو اعمالول شامل دی .

سره له دې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت دغه غلیمانه کړچار ته نوی اړخونه ورکړی دی او هغه یې تر ټولو لوړ حد ته رسولی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه(۱) ترهګر او غیر قانونی اقدام کښې د بغداد په هوایی ډګر کښې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان سردار سلیمانی او له هغه سره د نورو ورسره ملګرو د ټرور حکم ورکړ .

د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو په شمول د دغه هیواد ولسمشر ټرمپ او نورو حکومتی چارواکو په ټول سپین سترګی توب سره ادعا وکړه چې سردار سلیمانی یو (۱) اتل نه بلکې ترهګر وو .

سره له دې د ایران ملت د سردار سلیمانی او د هغه دنورو ملګرو د جنازې په مراسمو کښې چې کابو اوه (۷) میلیونه خلکو پکښې ګډون درلود وښودله چې د ټرمپ ادعاګانو ته هیڅ پام نه کوی او اپوټه د ټرمپ حکومت ترهګر حکومت ګڼی .

له امریکا څخه د سخت بدل په اخیستلو د ایران ټینګار ته په پام سره د امریکا ولسمشر ټرمپ په ورپسې پړاو کښې ګواښ وکړ چې د کلتوری مرکزونو په شمول د ایران په دوه پنځوسو (۵۲) ځایونو به بریدونه وکړی .

دغه ګواښ نړیوال اعتراض ځان پسې درلود او د یونیسکو په شمول ډیرو موسسو دغه کار ته غبرګون وښود .

امریکا دغه راز د واشنګټن غوښتنو ته د ایران د غاړه د کیښودلو لپاره د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې د ایران پرضد د تاریخ ترټولو بې ساری بایکاټونه اعمال کړی دی او کله نه کله د ایران پرضد د خپلو اوږدو بندیزونو په فهرست کښې نوی بایکاټونه ورزیاتوی .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت مخکې ادعا  کوله چې د ایران پرضد بایکاټونو کښې د بشری حقوقو ملاحظات رعایتوی خو اوس یې په ښکاره ډول دغه ملاحظات څنګ ته کړی دی .

د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دې ته په اشارې سره چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اقتصادی جنګ خبره کوی وویل زه هغه اقتصادی ترهګرۍ نوموم ځکه چې په عادی خلکو یې ګوزار کړی دی .

د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د انسانی ضد یو(۱) ښکاره اړخ حساسو او ضروری درملو ته د ایران د خلکو په لاسرسی کښې په قصدی ډول د خنډونو رامینځته کول دی .

د سویزرلینډ یوې (۱) موسسې «ایس ار ایف» ویلی دی امریکا په ایران د دباو د راوستلو لپاره په تهران او هغو ټولوهیوادونو باندې  چې له ایران سره راشه درشه لری بایکاټونه لګولی دی خو دغه اقدام په ایران کښې د درملو او د خوراکی شیانو د کمښت سبب شوی دی او د ډیرو کسانو په تیره بیا د سرطان د ناروغانو ژوند یې په خطر کښې اچولی دی .

په دا ډول شرایطو کښې د امریکا ولسمشر ټرمپ یوځل بیا د ایران له خلکو د ملاتړ ادعا کړی ده دا په داسې حال کښې دی په حقیقت کښې ټرمپ  د هغو پیښو مسول دی چې د اوکراین د الوتکې د نسکوریدا سبب شوی دی .

 

 

ټیګونه