لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۱۱-۰۵
لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۱۱-۰۵
د لبنان د نوې کابينې معرفي او په عراق کښې د امريکې په خلاف ميليني مظاهرې په تېره هفته کښې په لويديځه اېشيا کښې ځينې مهم واقعات وو چې په دې پروګرام کښې يې شننه کوو.
د لبنان وزيراعظم حسان دياب د تېرې هفتې د نهې په ورځ د دغه هېواد نوې کابينه معرفي کړه. دياب د دسمبر په نولسمه نېټه د لبنان د ولسمشر مېشل عون لخوا د نوې کابينې د تشکيلولو لپاره معرفي شوے ؤ. په داسې حال کښې چې په ۲۰۱۸ کال کښې سعدالحريري اته مياشتې پس او په ۲۰۱۳ کال کښې تمام سلام لس مياشتې پس کابينه تشکيل کړې وه، حسان دياب يوازې څلوردېرش ورځې پس خپله کابينه معرفي کړه. هغه له دې وروسته چې د کابينې په تشکيلولو وګمارل شي ويلي وو چې په شپږو هفتو کښې به کابينه جوړه کړي.
د لبنان په نوې کابينه کښې نولس وزيران او يو وزيراعظم دے. په دغه کابينه کښې شپږ ښځې وزيرانې دي چې د دغه هېواد په تاريخ کښې يوه بې مخينې چاره ده. يوه مهمه وزارت خانه يعنې د دفاع وزارت يوې ښځې ته سپارل شوے دے چې په عربي نړۍ کښې داسې يو اقدام مخينه نه لري.
د لبنان نوې کابينه په داسې حال کښې معرفي شوه چې دغه هېواد د کابينې له جوړېدو نه څو روځو مخکښې يو ځل بيا د ولسي احتجاجونو کتونکے ؤ. د سعدالحريري حکومت د پېسو د بحران د کنټرولولو لپاره له بينکي حسابونو څخه په مياشت کښې د زرو ډالرو د اخېستلو د اندازې محدوديت وضع کړے ؤ چې دغه سياست د مظاهرو د نوي دور د جوړېدو يوه وجه وه. په همدې وجه د مظاهرو په دغه دور کښې احتجاج کونکو د لبنان مرکزي بېنک د خپلو احتجاجونو هدف ګرځولے ؤ. خو د لبنان د نوې کابينې له جوړېدو نه وروسته په وړومبنيو ساعتونو کښې هم د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې مظاهرې اوشوې. دا په داسې حال کښې دي چې د نوې کابينې په تشکيلولو کښې د حکومت د وړوکي کولو او په کابينه کښې د تکراري کسانو نيشتوالي په شمول خلقو يو لړ غوښتنو ته پاملرنه اوشوه.
د لبنان ولسمشر مېشل عون د دغه هېواد له نوې کابينې سره په وړومبنۍ غونډه کښې ټولنې ته د اعتماد ستنېدنه د نوي حکومت ترټولو مهمه ترجيح وبلله. په لبنان کښې له معيشتي حالت څخه د خلقو د ناراضګۍ او په هېواد باندې د واکمن پراخه فساد په وجه د خلقو اعتماد ته سخت زيان اورسېد. نو ځکه د لبنان په حاکميت د خلقو د اعتماد د ستنېدو اصلي شرط په دغه هېواد کښې د نااراميو بندېدل دي.
له دې امله دلبنان نوي وزيراعظم د نوې کابينې له جوړېدو وروسته د خپلې کابينې ترټولو مهمه ترجيح د دغه هېواد ناآراميو ختمول وبلل. حسان دياب د خلقو د اقتصادي حالت ښه کېدل هم د خپلې کابينې يو د يو بل مهم وړومبيتوب په توګه معرفي کړ. د لبنان د پېسې ارزښت ډېر کم شوے دے. د پېسې د ارزښت کمښت د بيو اوچتېدل او د خلقو د اخېستنې د قوت کمېدل رامنځته کړي دي. همدارنګ يو شمېر کارخانې وتړلې شوې او د هغو مزدوران هم بې روزګاره شول. په مجموعي توګه دغه حالت په لبنان کښې د ققر، بې رزوګارۍ او ګرانۍ زياتېدل لرلي دي.
له فساد سره مبارزه هم د لبنان د نوي حکومت يو بل وړومبيتوب دے. حسان ديان له دې سره چې دغه موضوع يې خپل يو مهم سياست وبلۀ، په لبنان کښې د يوې خپلواکې او مضبوطې قضائي قوې د تشکيل غوښتونکے شو، ځکه چې قضائي قوه يا عدليه له فساد سره په مبارزه کښې يو مهم رول لري.
عراق په تېره هفته کښې د يو لړ نااراميو او همدارنګ د امريکې په خلاف د ميلينونو خلقو د مظاهرو کتونکے ؤ. د عراق د تېرې هفتې په نااراميو کښې له هر څه زيات د ګډوډي رامنځته کونکو رول څرګند ؤ ځکه چې په دغو نااراميو کښې د حشد الشعبي د مرستيال مشر شهيد ابو مهدي المهندس چې له داعشي ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې يو نامتو قوماندان ؤ سپکاوے اوشو. شهيدالمهندس د جنورۍ په دريمه نېټه د قدس ځواک له قوماندان جنرل شهيد سلېماني او اتو تنو نورو جنګياليو سره له بغداد سره نزدې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو په هوائي حمله کښې ووژل شو او شهيد شو.
تخريبکارو د تګ راتګ د لارو او سړکونو په بندولو او د هوائي ډګرونو په تړلو سره کوشش وکړ چې په عملي توګه د نااراميو د ښکېلو صوبو د تعطيلېدو سبب شي. ناارامۍ هغه وخت زياتې شوې جې د عراق سياسي ډلې د موجود سياسي بحران ختمولو لپاره اجماع ته نزدې شوې وې.له بلې خوا د مقتدا صدر لخوا د امريکې په خلاف د ميليني مظاهرو بلنه اوشوه او د مقاومت ډلو هم په چټکتيا سره له دغې بلنې څخه هرکلے وکړ. په همدې لړ کښې د عراق په پارلېمان کښې د بدر نومې فراکسيون مشر حسن شاکر وويل: « د امريکې اېجنټان په عراق کښې حکومتي موسسو او ادارو ته د اور اچولو له لارې په دغه هېواد کښې د ګډوډۍ پېدا کولو په تکل کښې دي.»
د اېشيا د لويديځې سيمې په سطح په خاصه توګه په عراق کښې د تېرې هفتې يو ترټولو مهم بدلون او په دغه هېواد کښې د امريکې په خلاف د ميلينونو خلقو مظاهرې وې. دغه مظاهرې د صدر ډلې د مشر مقتدا صدر په بلنې او د مقاومت د ډلو په چټکه هرکلي او ملاتړ سره اوشوې.
د بغداد سړکونه د تېرې جُمعې د سحر له وړومبنيو ساعتونو نه د ښځو، سړيو، بوډاګانو او ځوانانو د ولسمي شتون او مشارکت د ډېرو بې مثاله نظارو کتونکي وو، هغه خلق چې راغلي وو د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ او د امريکائي فوځيانو د قبضې د ختمولو لپاره خپل ميليني غږ د نړيوالو غوږو ته اورسوي.
عراقي مظاهره کونکو په خپلو نعرو او شعارونو کښې له امريکې څخه د کرکې د اعلانولو تر څنګه «امريکې زمونږ له هېواده اوځه»، « مړه دې وي امريکه» او « مړ دې وي اسرائيل» نعرو وهلو سره خپله قهر او نفرت نيواکګرو ته اوښود. د بغداد ښار په مختلفو سيمو کښې احتجاج کونکو، پوسټرونه ،پلې کارډونه او بينرونه اوچت کړي وو. په زياترو باندې په انګريزي عبارت GO OUT سره د امريکې فوځيان او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېغ په نېغه مخاطب کړي وو او د امريکائي فوځيانو د فوري وتلو په ضرورت يې تاکيد کړے ؤ. په ځينو پوسټرونو او پلې کارډونو د داعش ترهه ګرې ډلې د سرغنه ؤ تصويرونه ورکړې شوي وو او ورباندې يې امريکايانو ته په خطاب سره ليکلي وو: «داعش ترهه ګره ډله تاسو جوړه کړې ده.» په سوشل مېډيا کښې هم په دې اړه يو شمېر هېشټېګونه خپارۀ شوي وو چې پکښې مهم هېشټګونه "کلا_کلا_آمریکا" و "بلا_محتل_بلدی_اجمل" يعني له نيواګرو نه بغېر مو هېواد ښکلے دے.وو.
د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قېس الخزعلي د تېرې هفتې د چارشنبې په ورخ وويل، د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د جُمعې د نمانځه له ادا کېدو وروسته د عراق د ميلينونو خلقو مظاهرې به دعشرين انقلاب وي.د عشرين انقلاب د ۱۹۲۰ کال په مۍ مياشت کښې رامنځته شو چې د برطانوي ځواکونو په لاسو د عراق د نيواک په خلاف د دغه هېواد د خلقو ستر انقلاب ؤ. دغه ولسي پاڅون وړومبے په بغداد کښې شروع شو او په چټکتيا سره يې د کربلا په شمول د هېواد په نورو سيمو کښې پراختيا پېدا کړه. عراق يوه لسيزه پس يعنې په 1932 کال کښې د برطانيې له قيموميت څخه اووتۀ او خپلواکۍ ته اورسېد. د عراق خلقو او سياسي ډلو د ميليني مظاهرو په کولو سره له عراقه د امريکائي فوځيانو د وتلو او د واشنګټن له قيموميت څخه د دغه هېواد د خپلواکۍ غوښتنه وکړه.
د عراق د صدر ډلې مشر مقتدا صدر د مظاهرو په ورځ د يوې بيانيې په جاري کولو سره د عراق او امريکې ترمېنځ د ټولو امنيتي موافقه ليکونو د لغو کېدو غوښتنه وکړه او تاکيد يې وکړ حکومت ته پکار دي د امريکې ټولې اډې وتړي او امريکه له عراقه وتلو ته تياره نه شي نو ورسره به د يو غاصب او قابض او دښمن هېواد په توګه سلوک اوشي.
مقتدا صدر واضحه کړه چې بغداد پکار دي د امريکې د فوځي عملياتو مخې ته د هېواد هوائي حريم وتړي او د امريکايانو وتل به په عراق کښې د هغوي د ټولو اډو او امنيتي شرکتونو له تړل کېدو نه بغېر عملي نه شي.
د ميلينونو خلقو له مظاهرو وروسته د عراق کتائب حزب ا... د يوې بيانيې په صادرولو سره اعلان وکړ: «د عراق ملت ثابته کړه چې په يووالي او پېوستون سره د امريکائي استداد په مقاب کښې ټينګ اودرېدلې شي. د عراق خلقو د جُمعې په ورځ د امريکې په خلاف مظاهرو کښې دا خبره د دنيا غوږو ته اورسوله چې امريکائي ځواکونه په بين النهرين ټاټوبي کښې ځاے نه لري.»
د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قېس الخزعلي هم د جُمعې په ورځ په يو ټوئيټ کښې د امريکې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په خطاب سره وويل:« د امريکې په خلاف مظاهرو کښې دعراق د ميلنونو خلقو ګډون دا خبره واضحه او روښانه کړه چې که امريکايان په خپله خوښه اونه ځي نو د هغوي د خوښې برخلاف به يې له عراقه اوباسوو او دا د مقاومت وعده ده.»
د الفتح ائتلاف مشر او د عراق يو نامتو شخصيت هادي العامري تاکيد وکړ، عراقيانو په يو هيړ سره د هېواد له خاورې د امريکائي ځواکونو د وتلو چغې ووهلې او د امريکې حکومت پکار دي د دغو خلقو د غوښتنې احترام وکړي.»
د جمعې د ورځې مظاهرو د امريکائي فوځيانو په وتلو کښې د عراق د پارلېمان له مصوبې سره د اکثريت خلقو د پيوستون د دريځ ښودنه وکړه. د عراق پارلېمان د جنورۍ په پينځمه نېټه له خپل هېواد څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو مصوبه تصويب کړه. د عراق د خلقو د جمعې د ورځې مظاهرې په وروستيو شلو ورځو کښې امريکې ته دويمه څپېړه وه. وړومبۍ څپېړه دايران اسلامي جمهوريت د جنورۍ په اتمه نېټه په عين الاسد کښې د امريکې په فوځي اډې باندې په توغنده اي حملې سره ورکړه او د عراق ميلينونو خلقو په خپلو مظاهرو سره چې د امريکائي فوځيانو د وتلو غوښتونکي شول دويمه څپېړه ورکړه.
-----------------