ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87751-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2020 10:33 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې کیهان ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلې دي: افغانستان کښې د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کښې د مایک آندریا په شمول ۱۷ مهم امریکايي شخصیتونه وژل شوې دي.

د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکې د پوځ یوه الوتکه په شکمنه توګه نسکوره شوه. د امریکې حکومت سربیره پر دې چې د دغې الوتکې د نسکوریدو د علت په هکله یې هیڅ خبر ور نه کړ او پيښه یې په شک کښې پریښودله، د دغې الوتکې د سپرلو په هکله یې هم یوازې دومره وویل چې په پیښه کښې دوه امریکايي افسران مړه شوې دي.

خو اوس د څه باندې یوې اونۍ له تیریدو وروسته معلومه شوه چې د دغې الوتکې مسافران د امریکې د سیاسي او امنیتي جوړښت ډیر مهم کسان وو. ځینو افغانستاني سرچینو وویل چې په آیت ا... مایک مشهور مایکل دي آندریا چې د ایران په چارو کښې یې د (سي، آيي، ای) د پټو عملیاتو مشري په غاړه درلوده، د الوتکې د نسکوریدو په دغه پیښه کښې هلاک شوی دی. ویل کیږي چې ډي آندریا د ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د عملیاتو په پلانونکو کښې هم شامل و.

کیهان لیکلي چې په افغانستان کښې خبرو سرچینو د تسنیم خبري آژانس خبریال ته ویلې دي: په غزني کښې په نسکورې شوې الوتکې کښې لږترلږه ۱۸ تنه امریکايي چارواکي سپاره وو او یو داسې کس هم په کښې موجود و چې له امنیتي نظره یې موقعیت او رتبه له ډي آندریا هم لوړه وه. یادو سرچینو د دغه امریکايي چارواکي نوم نه دی ښودلی.

د افغانستان سرچینو په غزني کښې د امریکايي الوتکې د نسکوریدو د پيښې د جزئیاتو په هکله هم وویل: (آيي-۱۱-ای) نومې الوتکې د تخنیکي خرابۍ په وجه د معمول له حالته په کمه لوړتیا کښې الوتک کوه چې د طالب ډلې د وسله والو له خوا د (اسټرلا-۱) نومې روسي توغندویو سره په نښه شوی او نسکوره کړی شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د صلاحکار خبره راخیستې چې ویلې یې دي: امریکا له ماتي څخه د تښتې هڅه کوي.

خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار سید یحیی رحیم صفوي په دې خبرې ټینګار سره چې د پیړۍ د معاملې پلان د مقاومت د جبهې په مقابل کښې له سترې ماتي څخه د تښتیدا لپاره د امریکا هڅې دي ټینګار وکړ دا پلان په پیړۍ کښې ترټولو شرمونکي معامله ده .

هغه په دې خبرې سره چې د پیړۍ د معاملې پلان به هم په لویدیځې اسیا  کښې د امریکا د نورو دسیسو په شان له ماتي سره مخ شي وویل امریکا په عراق او افغانستان کښې کابو اته ټریلیونه ډالره ولګول او څه دپاسه شل زره (۲۰۰۰۰) کسان یې وژل شوي او دا په داسې حال کښې دي چې دامریکا ستراتیژۍ جوړونکي باوري دي سیمې ته د واشنګټن ورتلل ستراتيژیکه غلطۍ وه .

صفوي د شهیدسلیماني ټرور ته په اشارې سره ویول دامریکا ولسمشر ټرمپ بې عزته کس دی او د صهیونیسټان په لاس کښې اوزار دی .

*/*/*/*/*/*/*/*

اوس جام جم ورځپاڼه راخلو چې دا هم له تهرانه چاپیږي.

دې ورځپاڼې د نورو خبرونو ترڅنګ د ایران د خارجه وزیر او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر د ټیلیفوني خبرواترو خبر ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې  د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټیلی فونی تماس کې د قدس په پلازمینه توب د فلسطیني حکومت په جوړیدا او د خپل برخلیک په ټاکلو کی د فلسطینی ولس له حقوقو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ .

ښاغلی ظریف په دغه ټیلی فونی تماس کې د پیړۍ معاملې امریکایی طرحه وغندله او ویې ویل ایران هڅه کوی په راتلونکی کی په خپلو سیاستونو سره د فلسطینی اولس پرضد د دغو ډول طرحو د تحقق خنډ شی .

محمود عباس هم په دغه ټیلی فونی تماس کې د ایران خارجه وزیر د پیړۍ معاملې د طرحې په وړاندې د فلسطینی لوری له دریځ او د نوموړی طرحې د ناکامولو په هدف یوې نړیوالې اجماع ته د رسیدا لپاره له راتلونکیو سیاسی خوځښتونو خبر کړ .

*/*/*/*/

د کابل ځنې وځپانۍ

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغان سولې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، وروسته له هغې په افغانستان کې د سولې پر مسئلې خبرې ګرمې شوې چې ولسمشر په داووس کې په افغان سیاستوالو نیوکه وکړه چې د سولې لپاره طرحه نه‌لري.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، برعکس سیاستوال بیا وايي، حکومت ځکه د سولې اراده نه‌لري چې اوربند په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د شرط په توګه وړاندې کوي او د سولې په پلاوي کې یې داسې کسان ګمارلي چې له طالبانو سره ستونزه لري.

د سرمقاله لیکونکي په اند اوسنۍ سیاسي وضعه تر ډېره حده د کمونېستي رژیم وروستیو وختونو سره ورته ده، خو هغه مهال هم همدغسې ستونزې وې.

د لیکوال د معلوماتو له مخې هغه وخت د کابل رژیم جلا او افغان مجاهدینو جلا د سولې طرحې درلودې چې تر ډېره په دواړو طرحو نړیوالې ټولنې او زیاتره افغانانو توافق درلوده چې یوه هم د سولې لپاره د لویې جرګې رابلل و.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي افغانستان باید واحده طرحه او غږ ولري.

په سرمقاله کې ویل شوي چې د سولې لپاره افغان سیاستوال او حکومت جلا جلا طرحې لري، حکومت دې هڅه وکړي چې ټولې طرحې سره همغږي او یوه واحده طرحه ورنه جوړه کړي.

لیکوال ټینګار کوي چې افغان سیاستوال که په حکومت کې دننه او بهر دي باید د سولې په اړه د نظر اختلاف یوې خواته کړي او په ګډه له یوې واحدې طرحې سره له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني او له جمهوریت ننګه وکړي.

دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې د بهیر په اړه د واشنګټن او کابل ترمنځ ستونزې شته.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ څو اوونۍ وړاندې د سولې د هوکړې متن وروستی شوی، خو د لیکوال د معلوماتو له مخې د واشنګټن او کابل ترمنځ د اختلافاتو له امله تر اوسه لاسلیک شوی نه‌دی.

په سرمقاله کې د طالبانو له قوله ویل شوي چې هوکړه ځکه نه‌ده لاسلیک شوې چې په دې اړه د امریکا سیاست متزلزل او لامل‌یې هم د کابل او واشنګټن اختلافونه دي.

په همدې سرمقاله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له قوله ویل شوي موږ له طالبانو سره هم پخوا هوکړې ته نږدې شوي و، خو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو اراده او ظرفیت ښکاره نه‌کړ.

هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ښايي امریکا د قطر مذاکرو پر پلان له سره کتنه وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو خبرې مړاوې او ښايي په ټپه ودريږي او امریکا اوس په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو پر بدیل فکر کوي.

د لیکوال په باور د دې لپاره ښايي امریکا په طالبانو او د هغوی په ملاتړو فشارونه زیات کړي او اوس امریکا لکه د افغان سیاستوالو په څېر له پاکستانه اندېښنه لري.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، امریکا اوس د افغانانو په نظر دی چې وايي، پاکستان د طالبانو د جنګي ماشین لپاره امکانات برابروي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

*