د کورونا وایروس په هکله ګټورې مشورې وګورئ
زمونږ خبریال وايي له کورونا وایروس څخه د ځان د بچولو لپاره د طبي کارپیژاندو ګټورې مشورې په ډاګه شوي دي .
طبي کارپیژاندي وايي که چیرې تاسو غواړئ چې ځانونه له کورونا وایروس څخه بچ کړئ نو خپل د بدن دفاعي نظام پیاوړی کړئ .
طبي کارپيژاندي وايي چې له کورونا وایروس څخه د ځانونو د بچ ساتلو لپاره هره ورځ زیاتې اوبه وڅښئ او د شپې اته (۸) ساعته خوبه وکړئ او له فاسټ فوډ (Fast food)یعني تیارو خواړو څخه ځان وساتئ .
طبي کارپیژاندي وايي خپلو ماشومانو ته د شیدو، هګیو ، کیلو ، کینوانو یعني مالټو او د نارنجو په شان ګټور خواړه ورکړئ .
طبي کارپيژاندو د لاسونو د پاکولو یعني د هینډ سیناټایزر (Hand sanitizer ) د استعمالولو او ماشومانو ته د سپارښتنې مشوره هم ورکړي ده .
طبي کارپيژاندي د کورونا وایروس په هکله وايي چې له پینځو (۵) کلونو د کم عمر ماشومان او له پنځوسو(۵۰) کلونو د زیات عمر لرونکي کسان له کورونا وایروس څخه زیات خطرونه لري .
طبي کارپیژاندي وايي چې له پینځو (۵) کلونو د زیات عمر لرونکي ماشومانو او له پنځوسو (۵۰) کلونو د کم عمر لرونکو خلکو د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی وي او په کورونا وایروس له ککړیدا وروسته هم د بدن پیاوړی سیسټم هغوې سره مرسته کوي چې له دغه ناروغۍ روغ رمټ ووځي .
که چیرې تاسو غواړئ چې ځانونه له کورونا وایروس بچ وساتئ نو خپل بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کړئ .
طبي کارپيژاندو په ورځنیز ژوند کښې د څو بنیادي شیانو د خیال ساتلو مشوره ورکړي ده او ویلي یې دي چې زیاتې اوبه وڅښئ او ماشومانو ته د اوبو بوتلونه ورکړئ او ورته ووایئ چې هر وخت د اوبو بوتل له ځان سره وساتئ .
خپلو ماشومانو ته ووایې که چیرې تږي نه یاست بیا هم په دمې دمې سره لږ شان اوبه وڅښئ .
طبي کارپيژاندي وايي چې کورونا وایروس د پوزې ، خولې او د سترګو له لارې خولې ته ورننوځي او د زیاتو اوبو د څښلو له کبله خیټې ته ورځي او د طبیعي عمل په وسیله د خیټې دنده ایسډونه (acids) وژني او په مري کښې د کورونا وایروس د ښخیدا په وجه سږو ته د ننوتلو خطر لري .
طبي کارپيژاندي وايي چې په شپه کښې له اتو(۸) ساعتو څخه تر لسو(۱۰) ساعتونو پورې خوب وکړئ ځکه کومه ورځ چې د ماشومانو خوب پوره نه وي نو د هغوې د بدن دفاعي سیسټم کمیږي او ماشومان مه پریږدئ چې د شپې تر ناوخته ویښ وي .
طبي کارپیژاندي وايي فاسټ فوډز یعني تیار خواړه برګر ، سانډویچ وغیره مه خورئ ځکه چې پکښې داسې کیمیاوي مواد وي چې له کبله یې خوب تښتي او دغه کار د انسان د بدن په دفاعي سیسټم اغیزونه اچوي .