ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې د وړومبي صف د جنګیدونکو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته انعکاس ورکړی او د دوي له قوله یې لیکلي دي: د کورونا د درملنې په لړ کښې سر بایلونکي (شهیدِ خدمت) ګڼل کیږي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د هغو ډاکټرانو، نرسانو او روغتیايي او خدماتي سټاف د خدمت د شهید ګڼل کیدو په هکله چې په کورونا وایرس د ککړو ناروغانو د درملنې او خدمت په ډګر کښې مړه شوې دي، د روغتیا وزیر له وړاندیز سره موافقه وکړه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له دې مخکښې هم دوه ځلې په خپلو څرګندونو کښې، په روانو کړکیچنو حالاتو کښې د ایران د روغتیا د وزیر او هم داشان د طبي او درملیز کادر د خدمتونو قدرونه کړې ده.
په ایران کښې د کورونا په شان خطرناک وایرس له خپریدو وروسته د هیواد په روغتونونو کښې ډاکټران، نرسان او نوره عمله شپه او ورځ په دغه وایرس د ککړو کسانو په درملنې لګیا دي چې ځینو ته په کښې له ناروغانو څخه دغه وایرس منتقلیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ورځپاڼو هم داشان د ولسمشر حسن روحاني خبرې هم راخیستې دي چې وايي: ډاکټران او نرسان له کرونا سره د مقابلې د ډګر قومندانان دي.
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی په خپله انسټاګرام پاڼه کې د دې خبرې په کولو سره چی ډاکټران او نرسان په خپل ټول توان سره په ډګر کې دي جوته کړه: بې شکه د ایران ملت به د ګرانو ډاکټرانو او نرسانو سرشیندنه او هلې ځلې هیرې نکړي .
هم داشان د روغتیا د نړیوالې ادارې استازیو پرون په تهران کی له څو درملیزو مرکزونو په کتنه کې له کرونا سره د مقابلې او کنټرولولو په هدف ترسره شوی اقدامات ارزښتمن او د ستایلو وبلل .
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي سرټکي کښې لیکلي دي: ایټالیا په بشپړه توګه قرنطینه شوه، په غیر ضروري تګ راتګ بندیز ولګیده.
*/*/*/*/*/*/*/*/
د شهید سلیماني د ټرور د دوسیې تعقیبونه زمونږ په ملي هویت پورې اړونده ده.
دا د هغه خبر سرټکی دی چې اخبارِ صنعت ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د شهید سلیماني د ټرور په دوسیې د غور په تخصصي غونډه کښې د ایران د قضائيه قوې د مشر له قوله چاپ کړی دی.
خبر زیاتوي چې د ایران د قضائیه قوې مشر ججت الاسلام ابرهیم رئیسي وویل: د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د وژلو موضوع د یو کس له شهادته وتلې او زمونږ په ملي او انقلابي هویت پورې تړلې مسئله ده.
تر تعقیب لاندې د سردار سلیماني د ټرور د عاملانو او آمرانو او د امریکې د پوځ او حکومت د مشرانو او په سیمه کښې یې د انډیوالانو د راوستلو او د قضايي دوسیې د جوړولو په لړ کښې د ایران د قضائیه قوې د تعقیبونو د بهیر په دوام کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت، د اطلاعاتو د وزارت، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو، د بشري حقوقو د کمیټې او د تهران د څارنوالۍ په شتون سره یوه غونډه ترسره شوه.
په دغې غونډه کښې ښاغلي رئیسي د حاج قاسم سلیماني شخصیت او د هغوي اسلامي او انقلابي فکري مکتب ته په اشارې سره وویل: دغه ترهګر اقدام مختلف نړیوال، سیاسي، پوځي، حقوقو او قضايي اړخونه لري چې هر یو اړخ یې ډیر مهم دی خو د حقوقي او قضايي اړخ څیړنه او پرې غور کول د ایران د قضايي قوې په غاړه دی.
هغه زیاته کړه چې د شهید سلیمانی د ترور په دوسیه کې ترسره شوي حقوقي او قضایي اقدامات باید په دقیقه، مستنده، علمي او حقوقی بڼه ترسره شي تر څو د امریکا په محکومیت سربیره په دغه هیواد د واکمن نظام د رسواۍ او د نړۍ په عامه افکارو کې د هغه د بې عزتۍ په سند بدل شي .
*/*/*/*/*/*
کیهان ورځپاڼې بیا د هندوستان د مسلمانانو بد حالت ته پام کړی او د خپل وړومبي مخ په یو خبر کښې یې لیکلې دي: په هندوستان کښې د مسلمانانو وژله د استعمارګرو حکومتونو دسیسه ده.
دې ورځپاڼې د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا بیانیه راخیستې چې په کښې راغلي دي: کوم زړه سوزونکي تصویرونه او بد خبرونه چې د هند د مظلومو مسلمانانو له خونړي حالت څخه په ډیره کمه توګه مخابره کیږي، ډیر خواشینونکي دي او د هر پتمن انسان زړه دردوي. لا دردناکه دا چې دغه غمیزه ناک جنایتونه چې مخینه هم لري، دا ځل هندوستان ته د جنایتکارې امریکې د ولسمشر له سفر وروسته په لازیات شدت سره او د بشري حقوقو د مدعیانو په رسندوي بایکاټ سره جاري دي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د رهبرۍ د خبرګانو شورا د هندوستان د مسلمانانو د وژلې او د هغوي د جوماتونو او مدهبي ځانونو په غندنې سره د دغه هیواد له حکومته غواړي چې د مناسبو تابیاؤ په غوره کولو سره دغه ظلمونه زرترزره ختم کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
کابل چاپ
کابل چاپ ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د طالب زندانیانو د خوشي کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې ټينګار کړی، هغه کسان چې جنګي جنایتونو کې ښکېل دي باید له زندانه خوشې نه شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د تېرو ۱۸ کلونو پر مهال ډېری ملکي وګړي وژل شوي او د دغه وخت هره پېښه مو ذهن کې ده چې د هېرېدو نه دي.
هشت صبح ورځپاڼې همدارنګه ویلي، د ودونو په مراسمو او عامه ځایونو حملې او د بې ګناه افغانانو وژل هغه څه دې چې په تېرو ۱۸ کلونو کې ترسره شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي، د قانون پر بنسټ ولسمشر د زندانیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري.
ورځپاڼې د اساسي قانوني ۶۴ مادې په بنسټ لیکلي چې دا ماده ولسمشر ته دا صلاحیت ورکوي چې ځينو زندانیانو ته د قوانینو په رڼا کې بښنه یا تخفیف ورکړي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې: "د طالب بندیانو خوشې کېدل د امریکا او غني ترمنځ د معاملې پر بنسټ کېږي."
ورځپاڼې لیکلي، په وروستۍ ناسته کې د زلمي خلیلزاد او محمد اشرف غني ترمنځ معامله په دې وشوه چې امریکايي پلاوی د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي خو پر ځای یې غني ۵ زره طالب بندیان خوشې کوي.
د ورځپاڼې په وینا که چېرې د امریکا او غني ترمنځ د معاملې خبره رېښتیا وي ولسمشر غني به خپلو اجرااتو کې یوازې شخصي ګټې په پام کې نیسي.
د سرمقالې لیکوال په وروستۍ برخه کې له ټولو سیاسي ډلو او بنسټونو غوښتي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو پر مهال بې غوري ونه کړي او د ورځپاڼې په وینا د زندانیانو د خوشې کېدو خبره هغه مهال سمه ده چې په بدل کې افغانستان ته امتیازات ورکړي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې له خلکو غوښتي چې خپل یووالی وساتي او دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې خپلو موخو ته ورسېږي.
دې ورځپاڼې کې راغلې چې حکومت، سیاسون او خلک ټول په ګډه مسؤلیت لري چې دغه پړاو په ښه توګه ترسره کړي څو دښمنان ورڅخه ګټه وانخلي.
ورځپاڼه ډاډ څرګندوي چې ډېر ژر به هېواد کې شته سیاسي او امنیتي ستونزي حل شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*