په افغانستان کښې د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کیدا د حکم صادریدا :-
(last modified Wed, 11 Mar 2020 11:13:04 GMT )
Mar 11, 2020 15:43 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کیدا د حکم صادریدا :-

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې د غړیو د ازادولو حکم ورکړ .

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل ولسمشر اشرف غني په یوه څلور(۴) ماده ییز حکم کښې د سولې د خبرواترو د پیلولو په هدف سره د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کیدا حکم لاسلیک کړ .

د دغه حکم پراساس له راتلونکي اونۍ څخه  له زندانونو څخه د طالبانو د بندیانو خوشي کیدل پیلیږي .

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د حکومت له زندانونو څخه د طالبانو ډلې پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان خوشي شي خو په لومړي پړاو کښې په راتلونکو ورځو کښې له زندانونو د طالبانو پینځلس سوه (۱۵۰۰) بندیان خوشي  کیږي .

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لخوا له زندانونو څخه د طالبانو دبندیانو د خوشي کولو د حکم صادریدال داسې اقدام وو چې دهغه د متفاوت دریځ په دلیل د پام وړ جاجول شوی دی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د قطر په پلازمینې دوحې کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته ویلي وو د دغه ډلې د بندیانو دخوشي کیدا فیصله باید د بین الافغاني خبرواترو په بهیر کښې وشي او امریکا په دې زمینه کښې د فیصلې د ترسره کولو صلاحیت نلري .

د امریکا حکومت له طالبانو سره دسولې د موافقې په مادو کښې ژمنه شوي وه چې د دغه تړون له لاسلیک کیدا وروسته د افغانستان له زندانونو څخه د طالبانو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان خوشي شي چې دغه مسله د افغانستان په کورنیو چارو کښې د سپينې ماڼۍ د لاسوهنې په دلیل د هیواد د رسنیو او د چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوه .

د امریکا د دغه ژمنې پراساس طالبانو هم په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د بین الافغاني خبرواترو له پیلیدا مخکې د خپلو بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه کړي ده .

د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په مسله کښې د امریکا له هرډول غیرقانوني لاسوهنې سره د افغانستان د ولسمشر اشرف غني مخالفت او په بین الافغاني خبرواترو کښې د بندیانو د خوشي کیدا د موضوع د دندې د ټاکلو په هکله د هغه  په ټینګار سره داسې هیله کیدله چې ولسمشر له طالبانو سره د سولې هرډول موافقې  ته اړونده ژمنتیاو ته په پام سره د خپلو تیرو دریځ نیونو پرخلاف عمل ونکړي .

په دغو شرایطو کښې دغه پوښتنه مطرح کیږي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ولې ناڅاپه او د خپلو تیرو څرګندونو په اپوټه د طالبانو د بندیانو دخوشي کولو او د هغوې د بښلو حکم ورکړ ؟

دغه پوښتنې ته په ځواب ورکولو کښې باید دریو (۳) احتمالي موضوعګانو ته چې د ولسمشر اشرف غني په دغه فیصلې ترسره کولو کښې یې رول لرلی دی پام وکړو .

لومړۍ (۱)دا چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدا مخکې د طالبانو دبندیانو د خوشي کولو لپاره د امریکا لخوا تر دباو لاندی دی ځکه چې د طالبانو د بندیانو خوشي کول هغه لومړنی اقدام دی چې د دغه ډلې لخوا  د دوحې په موافقې کښې د واشنګټن د  ژمنو په هکله د امریکا رښتیاوالی معلوموي .

په همدې خاطر امریکا له طالبانو سره د سولې د موافقې د له مینځه نه تلو لپاره چې د تړون له لاسلیک کولو د سپینې ماڼۍ هدف د افغانستان له جبۍ څخه د واشنګټن ایستل دي اشرف غني د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو لپاره د حکم د صادرولو لپاره تر دباو لاندې راوست .

دوهمه (۲) دا چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې په هیواد کښې د ولسمشرۍ د لوړې د دوو (۲) مراسمو د ترسره کیدا په وجه په سختې سیاسي فضا کښې دی د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو د حکم په ورکولو سره دغه ډلې ته دغه پیغام ورکړ چې د سولې د موافقې لپاره چمتو دی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دغه اقدام سره طالبانو ته وروښودله چې د سولې په مسلې کښې وروستۍ فیصله د ده پرغاړه ده او په دې ډول د عبدالله عبدالله مقام چې حاضر دمه یې موازي حکومت جوړ کړی دی کمزوری کوي .

دریمه (۳) دا چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو د بندیانو د  خوشي کولو په فیصلې سره هڅه وکړه له طالبانو سره د امریکا د سولې له موافقې سره د خپلې ملګرتیا په ښودلو سره د سپینې ماڼۍ په ملاتړ سربیره له خپل  نوي حکومت څخه چې په هیواد کښې کړکیچن شرایط لري د سیمې د هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي .

 

ټیګونه