له ایټالیا ورسوته په جرمني،فرانسې ،اسپانیااوانګلستان کې هم دکروناخوریدا چټکه شوي
د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور په اساس ، تر دې دمه په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو شمیر درې لکه څلور دیرش زره څلور سوه یو پنځوس تنو ته رسیدلی او همداراز ئې قربانیانو شمیر هم څوارلس زره پنځه سوه اوه نوي تنوته زیات شوی چې په چټکۍ سره د غه شمیر په زیاتیدا دی .
فارس خبری اژانس راپورورکړی له ایټالیا وروسته په فرانسې کې د کرونا ویروس له امله د د مرګ ژوبلو د شمیر په زیاتیدا پسې ددغه هیواد پارلیمان د روغتیائی بیړني حالت په تصویبولو سره د فرانسې حکومت ته اختیار ورکړی،څو له کرونا ویروس خوریدا سره دمقابلې لپاره لازمې فیصلې وکړي .
د فرانسې د روغتیائي چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلي دي ،نن د نورو دولس کسانو په مړینې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر اوه سوه څلور شپيتو تنو ته زیات شوی دی .
همداراز انګریز حکومت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا په اوڅاره توګه زیاته شوې او دقربانیانو شمیر هم کابو درې نیمو سوو تنو ته رسیدلی دی . همداراز د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچر هم بیګا په یوه ویډیوئي کنفرانس کې دکرونا ویروس د خوریدا په باب په خبرداریو کرولو سره چې هیواد ئې له سخت داخلی بحران سره مخ دی وئیلي دي ،په دغه هیواد کې له دغې خوریدونکي ناروغۍ سره د مقابلې لپاره بیړنۍ حالت د اپریل تر یولسمې نیټې پورې تمدید شوی دی .