د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو څلور ډلې له منځه یوړل شوې
(last modified Sat, 02 Nov 2024 00:31:10 GMT )
Nov 02, 2024 05:01 Asia/Kabul
  • د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو څلور ډلې له منځه یوړل شوې

د سحاب شبکې د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د امنیت شهیدانو د عملیاتي تمریناتو ویاند «سردار شفایي» د جمعې په ورځ اعلان وکړ: د ایران په سویلي ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د امنیت شهیدانو د عملیاتي تمریناتو په دوام کې، د څلورو تروریستي ډلو ۸ غړي په نښه او نیول شوي او ۴ تنه نور یې وژل شوي دي.

شفايي زیاته کړه: د عملیاتي قطعاتو د تمریناتو په یوه بل پړاو کې، چې د دغه ولایت د استخباراتو د عمومي ریاست د امنیتي ځواکونو په ګډون سره ترسره شو، د سپاه پاسداران  ځمکني ځواکونه په دې بریالي شول چې په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دښمن د نیابتي ترهګرو ټیمونو ته سخت ګوزارونه ورکړي.

د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د امنیت شهیدانو د عملیاتو ویاند همدارنګه وویل: په دغو عملیاتو کې چې د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د امکاناتو، تجهیزاتو، د بې پیلوټه الوتکو او نویو تکتیکونو په کارولو سره ترسره شول، د ترهګرو یو له اصلي عناصرو څخه چې د ګوهر کوه تفتان په سیمه کې د امنیت ساتونکو او مدافعینو په شهادت رسولو کې رول درلود، نیول شوی او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

ټیګونه