امریکا له جنوبي کوریا د مرستې غوښتنه وکړه
پارس ټوډې اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جائه این سره په ټیلي فوني خبرو کښې له هغه وغوښتل له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له واشنګټن سره مرسته وکړي .
د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په دغو ټیلي فوني خبرو کښې له ولسمشر مون جائه این څخه په امریکا کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د طبي تجهیزاتو د استولو غوښتنه کړي ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمنه کړي ده چې له جنوبي کوریا څخه د طبي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په بدل کښې د واشنګټن له حکومت څخه د لائسنسونو د ترلاسه کولو لپاره د جنوبي کوریا له شرکتونو سره مرسته وکړي .
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ډاډ وکړ جنوبي کوریا چې څومره کولای شي امریکا ته به طبي تجهیزات ورکړي .
په امریکا کښې تراوسه نهه څلویښت زره پینځه سوه څلور نوي (۴۹۵۹۴) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي او شپږ سوه دوه ویشت(۲۲) تنه وژل شوي هم دي .
د کورونا وایروس د خپریدا په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت کړچار په هکله د خلکو اندیښنې زیاتې شوي دي او حتی څو ایالتونو بیړنی حالت هم اعلان کړی دی .
بل خبر دا چې د بریتانیا د روغتیا وزارت هم بیګا په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د نورو اوه اتیا (۸۷) کسانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
د انګلستان روغتیا وزارت وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د ککړو اوه اتیا (۸۷) کسانو په وژل کیدا سره په هیواد کښې د وژل شویو کسانو شمیر څلور سوه دوه ویشت (۴۲۲) تنو ته ورزیات شو .
په بریتانیا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیبر اته زه اوه اویا (۸۰۷۷) ته رسیدلی .