د امریکا ډاکټران او نرسانې طبي اسانتیاوې نلري
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت نورو هیوادونو ته د کورونا وایروس د انتقالولو په هکله په تهران د امریکا د تور لګولو ته په ځواب کښې وویل په قومي سیمو پورې د دغه وایروس د اړوندولو لپاره هرډول هڅه د نړیوالې ټولنې لخوا په سخته رټل شوي ده .
په چین کښې د امریکا سفارت په تیرې پنجشنبې ورځ د یوه (۱) خبر په خپرولوسره د کورونا وایروس له خپریدا څخه په ایران د تور د لګولو لپاره استفاده وکړه .
په چین کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه (۱) خبر کښې وویل امریکا د لومړي هیواد په توګه خپل ښاریز له ووهان ښار څخه وویستل او د چین لپاره یې د الوتکو محدودیتونه رامینځته کړل او له بلې خوا ادعا کوي په نړۍ کښې ترټولو ښه طبي کادر لري خو اوس په امریکا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر له نورو هیوادونو زیات دی .
په چین کښې د ایران سفارت وویل امریکا نور هیوادونه د کورونا ساري ناروغۍ په نامناسب کنټرول او مخه نیولو تورنول او تل یې ادعا کوله خلک کولای شي د انفلونزا په شان د کورونا وایروس درملنه وکړي خو اوس د نیویارک ډاکټران او نرسانې د ښځلو له پلاسټیکونو د لباس په توګه استفاده کوي او د نیویارک ډاکټران په دې خبرې چې هر څه سخا دي شکایت لري .
په چین کښې د ایران سفارت دغه راز وویل امریکا ادعا کوي د ایران د خلکو په فکر کښې ده خو واشنګټن له کورونا ساري ناروغۍ سره د ایران د مبارزې په سختو شرایطو کښې یې نه یوازې د ایران پرضد د بندیزونو د ختمولولپاره د نړیوالې ټولنې په غوښتنې سترګې پټې کړي دي بلکې هماغه راز د تهران پرضد د بایکاټونو زیاتولو ته یې دوام ورکړی دی .
په امریکا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر تراوسه پینځه اتیا زره او شپږ سوه دولس (۸۵۶۱۲) تنه اعلان شوی چې په نړیواله سویه تر ټولو زیات شمیر دی .