د ایران پرضد د امریکا بندیزونه غیر قانوني دي
(last modified Sat, 28 Mar 2020 01:26:46 GMT )
Mar 28, 2020 05:56 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا بندیزونه غیر قانوني دي

زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د ایران ډیپلوماټیکو تعقیبونو ته په اشارې سره هیله وکړه له کورونا سره د مقابلې لپاره د امریکا د غیر قانوني بایکاټونو د ختمیدا لپاره د انټونیو ګوتریش هڅې نتیجې ته ورسیږي .

هغه پرون مازیګر په ملګروملتونو کښې له دیره ایرانیو خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې ایران د  طبي او د  مربوطه تجهیزاتو له نظر په ښه حالت کښې دی یادونه وکړه د امریکا ظالمانه بایکاټونه سبب شوي دي ایران ونشي کولای له خپلو ټولو ظرفیتونو څه له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره استفاده وکړي .

مجید تخت روانچي له کورونا وایروس سره مبارزه کوټلي نړیوال اقدام ته ضرورت لرونکي وبلله او ویې وویل د امریکا لخوا د ایران پرضد بایکاټونه په ټول بشریت حمله کوي .

هغه د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمولو لپاره د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوتریش ته د اتو (۸) هیوادونو وروستي لیک ته په اشارې سره وویل د امریکا یواړخیزه بایکاټونه له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د هیوادونو د سیسټاماټیکو اقداماتو مخه نیسي .

امریکا هماغه راز د ایران پرضد غیر قانوني او نا عادلانه بندیزونو ته دوام ورکړی او اوس یې نور بایکاټونه هم لګولي دي .

 

ټیګونه