د حضرت عباس علمدار د زوکړې کلیزه مو مبارک شه
نن د شعبان یا شوقدر د میاشتې څلورمه نیټه د حضرت ابو الفضل العباس علیه السلام د ولادت کلیزه ده.
د ۲۶ هجري قمري کال د شعبان یا برات د میاشتې په څلورمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د وړومبني معصوم امام حضرت علي علیه السلام یو زوي حضرت عباس چې د ابوالفضل، قمرِ بني هاشم او د کربلا د علمدار په لقبونو مشهور دی، دنیا ته سترګې رڼې کړې.
د هغه د مور نوم حضرت ام البنین و چې د بي بي فاطمه زهرا(س) وروسته یې د امام علي علیه السلام د میرمنتوب ویاړ نصیب شو.
حضرت ابو الفضل علیه السلام د عاشورا د پاڅون حماسه جوړونکی دی چې په خپلې سرشندنې، جانبازۍ او شهادت سره یې د خپلې زمانې له امام یعنې حضرت حسین علیه السلام سره خپله مینه او ارادت څرګند کړ او داشان یې د حقیقت د لارویانو لپاره د وفادارۍ د غوره مثال لقب ترلاسه کړ.
د حضرت عباس علمدار د زوکړې کلیزه د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د جانباز ورځ نوموله شوې ده نو مونږ هم د خوشالۍ په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو پتمنو انسانانو او د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وایو.