د امریکا په لسګونو میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند احتمالي کاندید او د ویرمونټ ایالت سناتور بیرني سینډرز پرون وویل د کورونا وایروس په وجه د دغه هیواد په لسګونو میلیونه خلک د لوږې او د بې وزلۍ په درشل کښې ورغلي دي .
هغه د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل د کورونا وایروس په کړکیچ کښې چې د زیاتیدا په حال کښې دی د هیواد په لسګونو میلیونه خلک د وږې پاتې کیدا په درشل کښې ورغلي دي او مونږ باید اجازه ورنکړو چې دغه پیښه رامینځته شي .
په امریکا کښې د کورونا وایروس په تیرو څو اونیو کښې په میلیونو خلک په کورونو کښې کینولي دي او ډیر پکښې د بې کارۍ په درشل کښې ورغلي دي په دې ډول چې اقتصادي کارپیژاندو خبرداری ورکړی دی دغه کړکیچ په امریکا کښې د میلیونونو کارونو د له مینځه تلو سبب شي .