د ایران او سوریې خارجه وزیرانو له ترهګرۍ سره په مبارزې خبرې وکړې
(last modified Tue, 21 Apr 2020 02:14:35 GMT )
Apr 21, 2020 06:44 Asia/Kabul
  • د ایران او سوریې خارجه وزیرانو له ترهګرۍ سره په مبارزې خبرې وکړې

د ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ضرورت ټینګار وکړ.

محمد جواد ظریف او ولید معلم پرون د سوریې د سیاسي بدلونونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې د بهیر او د سیمه ایزو مسایلو په هکله خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران خارجه وزیر له دې مخکښې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره په ملاقات کښې ویلې وو: د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په شهادت سره به هم په سیمه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې او له مقاومته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په لاره کښې هیڅ بدلون را نه شي.

یاده دې وي چې ظریف پرون د یو لوړرتبه سیاسي پلاوي په مشرۍ دمشق ته تلې دی.

 

ټیګونه