د روغتیا نړیوال سازمان: کورونا د ډیرې مودې لپاره مل ده
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې کرونا ویروس د اندېښنې وړ دی، او دغه ویروس به د ډیرې مودې لپاره د انسانانو مل وي.
د دغه سازمان مشر ټېدروس اډانوم ویلي، چې کرونا ویروس یو شمېر ډېرو هېوادونو کې په لومړي پړاو کې کې دی، او یو شمېر نورو سیمو کې بیا د ګرځېدا په حال کې دی.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د کرونا ویروس پر وړاندې نه باید بې غوري وشي، ځکه د یاد ویروس مزل اوږد دی، او دا مهال د نړۍ یو شمېر سیمو لکه افریقا، او منځنۍ امریکا کې د پراختیا په حال کې دی.
د روغیتا نړیوال سازمان مشر له امریکا غواړي چې په دې اساس حالت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
امریکا د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په مخنیوي کې ناکام بللی، او له همدې امله یې خپلې مرستې پرې بندې کړې دي.
کرونا ویروس تقریبا ټوله نړۍ کې خپور شوی، او تر دوه میلیونه ډېر کسان پرې اخته شوي دي، چې له همدې ډلې ۱۷۸،۰۹۶ کسان مړه شوي، او ۶۹۲،۳۳۳ کسان بیا له یاد ویروس څخه بېرته رغېدلي دي.