ایران نه بلکې امریکا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوي
(last modified Fri, 24 Apr 2020 00:48:17 GMT )
Apr 24, 2020 05:18 Asia/Kabul
  • ایران نه بلکې امریکا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوي

زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا بیګا ټینګار وکړ د نور سپوږمکۍ په توغولو کښې د ایران اقدام د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ نه ده .

هغې جوته کړه امریکا په داسې حال کښې ایران د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په خلاف ورزۍ کولو تورنوي چې په خپله واشنګټن په ځلونو نوموړی پریکړه لیک تر پښو لاندې کړی دی .

د روسیې د بهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک او اټومي تړون ایران په فضايي چارو او فضا کښې له سوله ییز شتون څخه نه دی منع کړی .

هغې په دې خبرې ټینګار سره چې د نور سپوږمکۍ په توغولو کښې د ایران اقدام د اټومي پروګرام په ارتباط د ملګروملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره هیڅ تضاد نلري وویل د امریکا دغه ادعا چې وايي د ایران توغندي اټومي وسلې لیږدولی شي په کامل ډول بې اساسه ده .

دغه راز د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم وویل امریکا تهران د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په خلاف ورزۍ کولو تورنوي دا په داسې حال کښې ده چې امریکا په کراتو د دغه پریکړه لیک خلاف ورزیانې کړي دي .

 

ټیګونه