امریکه کښې د کورونا وایرسو قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت
د امریکایي جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۵۰زرو اوښتی دی.
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په امریکا کې له ۳زرو زیات کسان مړه شوي دي، پرلپسې تېره یوه اونۍ دغه هېواد کې د مړینې کچه مخ پر زیاتېدو ده.
په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې هم یو ملیون ته نږدې شوي دي چې د معلوماتو له مخې امریکا اوسمهال (۹۰۸۴۳۷) مثبتې پېښې ثبت کړي چې له مخې یې (۹۰۳۳۸) بیرته روغ شوي او (۵۱۳۴۱) کسان مړه شوي دي.
د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې له ۶ کسانو څخه یې یو بې دندې شوی، په داسې حال کې چې ژور خپګان او ډپریشن هم په لوړه کچه زیات شوی دی. اوسمهال امریکا کې د کرونا له کبله ۲۵ ملیونه کسان بې دندو شوي دي.
بل لوري ته په اروپایي هېوادونو ایټالیا، هسپانیا، فرانسه او برتانیا کې د پخوا په پرتله د مړینو شمېر کچه ټيټه شوې ده.
په ایټالیا کې د ټولو مړو شمېر ۲۶زره، هسپانیا کې ۲۲نیم زره، فرانسه کې ۲۲زره او په برتانیا کې ۱۹نیم زرو ته رسیدلی دے.