کرونا په نړۍکې د وږوکسانو شمیر دوه برابره زیات کړی
(last modified Sat, 25 Apr 2020 08:53:07 GMT )
Apr 25, 2020 13:23 Asia/Kabul
  • کرونا په نړۍکې د وږوکسانو شمیر دوه برابره زیات کړی

د خواړو دنړیوال پروګرام اجرائي مدیر د درستو جنګ جګړو د ختمولو او د خوراکی موادو دتامین لپاره دکابو دوه میلیارډ ډالري مرستو دبیلولو او دغه راز د درې نیم سوه میلیون ډالر هم د طبي تجهیزاتو او د ازمیښتي کیټونو او د ډاکټرانو اوپرستارانو د لیږد لپاره دبیلولو غوښتنه کړې ده .

د خواړو دنړیوالې ادارې  اجرائي مدیر ډيویډ بیزلي  بیګا له سی بی ایس امریکائي ټيلیویژني چینل سره په خصوصي خبرو کې  وئيلي دي ،د ایټالیا په روم کې د خواړو نړیوال اورګان دفتر  ددوي تر پوښښ لاندې د  وږو کسانو لپاره د خوراکي موادو د تامین په باب لازیاتو مرستو ته اړتیا لري .

 د امریکا د  جنوبی کارولینا ایالت پخواني ګورنر  چې  په همداوروستیو کې په کوویډ ناروغۍ له اخته کیدو وروسته په درملنې پسې ښه شوی دی ، ځان ئې بختور بللی چې  له دغې ناروغۍ ښه شوی دی . هغه وئیلي دي ، په نړۍ کې د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس له خوریدا،د خواړو دنړیوال اورګان  تر پوښښ لاندې  کسانو شمیر  دوه برابره زیات  یعني  دوه سوه پنځه شپیته میلیون کسانو ته زیات  شوی دی .

ډیویډ بیزلي دغه راز وئیلي دي ،مونږ هره ورځ  سل میلیون کسانو ته په نړۍ کې خواړو ورکوو ، او دیرش میلیون نور  هم  دخپلو خواړو دتامینولو لپاره  په بشپړ ډول له مونږ سره اړونده دي .د کرونا ویروس  په خوریدا سره  یوسل دیرش میلیون نور کسان هم  له دغو سره ورزیات شوي  او اوس  کابو دوه سوه پنځه شپيت میلیون کسان  له لوږې سره مخامخ دي ، مونږ باید  زر ترزره دغه مشکلات حل کړو ، که داسې نه وي ،نو  له  داسط قختطیو سره  مخامخیږو چې  په تاریخ کې نه دی لیدل شوي .

 د خواړو دنړیوال پروګرام اجرائي مدیر د درستو جنګ جګړو د ختمولو او د خوراکی موادو دتامین لپاره دکابو دوه میلیارډ ډالري مرستو دبیلولو  او  دغه راز د درې نیم سوه میلیون ډالر هم د طبي تجهیزاتو او د ازمیښتي کیټونو  او د ډاکټرانو اوپرستارانو د لیږد لپاره  دبیلولو  غوښتنه کړې ده .

 

ټیګونه