د ۲۰۲۰ کال د قدس د نړیوالې ورځې په هکله د مقاومت د مشرانو د ویناؤ اړخونه
په لویدیځې آسیا کښې د مقاومت مشرانو تیره چارشنبه د قدس د ورځې د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت یولړ څرګندونې وکړې چې مختلف اړخونه لري.
د مقاومت د مشرانو د دغو څرګندونو یو چورلیز د امام خمیني(رح) له خوا د قدس د ورځې په نامه د روژې د وروستۍ جمعې د نومولو وجه وه. د مقاومت رهبرانو په خپلو ویناؤ کښې په دې ټکي باندې ټینګار وکړ چې د اسلامي انقلاب بنسټګر له صهیونیسټي رژیم سره د عربو هیوادونو د جوړجاړي په وجه د فلسطین د مسئلې د هیریدو اندیښنه دلودله او د دغې مسئلې د ژوندۍ ساتلو په موخه یې د قدس د ورځې نوښت مطرح کړ.
د عراق د عصائب اهل الحق عمومي منشي قیس الخزعلي په دې هکله وویل: د امام خمیني له خوا د قدس د نړیوالې ورځې اعلان د ټولو نړیوالو لپاره د فلسطین د مسئلې د اهمیت د یادونې په موخه وو.
د مقاومت د ټولو مشرانو د ویناؤ ګډ چورلیز د مقاومت لپاره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني خدماتو ته اشاره وه. د مقاومت د مشرانو د چارشنبې ورځې په څرګندونو کښې په دې ټکي ټینګار وشه چې د امریکې له خوا د شهید سلیماني د ټرور وجه له صهیونیسټي رژیمه ملاتړ و.
د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي هم په دې هکله وویل: د حاج قاسم سلیماني د ټرور اصلي وجه له صهیونیسټانو سره په مبارزه کښې د هغه مهم رول و.
له صهیونیسټي رژيم سره د عربو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو غندنه د مقاومت د مشرانو د څرګندونو بل چورلیز و. په وروستیو کلونو کښې ځینو عربو هیوادونو له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو سمول چټک کړې کړي او حتی دغه اړیکې یې په ډاګه کړې دي. د پیړۍ د معاملې د توکمپالې طرحې د مخ کتنې په مراسمو کښې چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په اتویشتمه نیټه په سپينه ماڼۍ کښې ترسره شول، د بحرین، اماراتو او عمان دریو عربو هیوادونو سفیرانو هم د ډونلډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو ترڅنګ شتون درلود.
له دې مخکښې یوشمیر عرب چارواکو او شخصیتونو دې موضوع ته په ډاګه اشاره وکړه چې که د ځینو عربو هیوادونو ملګرتیا نه وی نو د پيړۍ د معاملې د توکمپالې طرحې د مخکتنې امکان نه و.
په عین حال کښې د لبنان د حزب ا... عمومي منشي سید حسن نصر ا... د قدس د ورځې په مناسبت د خپلې چارشنبې ورځې په وینا کښې وویل: هغه څه چې د اړیکو له ښه کولو او د صهیونیسټي دښمن په وړاندې له تسلیمیدو یې وینو، زمونږ د امت حقیقي انځور نه دی. مونږ نن سبا له بل هر وخته زیات قدس شریف او د ایمان، صبر، اخلاص او د مقاومت د چورلیز د هیوادونو ترمینځ د اتحاد په سیوري کښې د هغه آزادۍ ته نزدې شوې یو.
د فلسطین د جهادِ اسلامي غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله هم له صهیونیسټي رژيم سره د عرب هیوادونو د اړیکو په ښه کولو او د خپلو ولسونو له خوا یې د قدس د ورځې له نمانځلو د هغوي د مخنیوي په غندلو سره وویل: کوم حکومتونه چې خپل ولسونه د قدس د ورځې له نمانځلو منع کوي، غواړي چې د قدس له ارمانه شاتګ وکړي او د دې کار لپاره توجیهات او پلمې لټوي.
د مقاومت د مشرانو د ویناؤ بل چورلیز په لویدیځې آسیا کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د فاینل هدف او د دې خبرې په ډاګه کول دي چې د دغه رژیم جنایت په فلسطین پورې نه محدودیږي. په هم دې لړ کښې د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر منشي شیخ قیس الخزعلي وویل: د تیري ګر صهیونیسټي رژيم ګوذار هیڅکله په فلسطین او د هغه په ولس پورې نه محدودیږي بلکې د دښمن باور او عقیده دا ده چې باید د ډیر عربي او اسلامي ټاټوبي ونیسي ځکه چې په توران کښې د هغوي شعار، له نیل نه تر فراته د صهیونیسټي هیواد جوړول دي.
د مقاومت د مشرانو د چارشنبې ورځې په څرګندونو کښې مهم ټکی د صهیونیسټي رژيم په وړاندې په وسله وال مقاومت باندې د هغوي ټینګار دی. په حقیقت کښې د مقاومت د چورلیز د مهمو مشرانو له نظره د صهیونیسټی رژيم د نیواکګرۍ او پراختیا غوښتنې په وړاندې یوازنۍ حل لاره وسله وال مقاومت دی. په هم دې لړ کښې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، پراخ وسله وال مقاومت له صهیونیسټانو او د اسلامي ځایونو د یهودي کولو له پلانونو سره د مقابلې یواز نۍ لاره وبلله.
او وروستۍ ټکی دا چې د مقاومت ټولو مشرانو په خپلو ویناؤ کښې له مقاومته په ملاتړ او د لویدیځې آسیا په یو ترټولو اغیزناک لوبغاړي باندې د مقاومت د چورلیز په بدلولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رول قدرونه وکړه.
*/*/*/*/*/*/*