د اروپا ټرائيکا د ایران دایټمي فعالیتونو پر څارنې ټينګار کړی
(last modified Wed, 17 Jun 2020 03:11:22 GMT )
Jun 17, 2020 07:41 Asia/Kabul
  • د اروپا ټرائيکا د ایران دایټمي فعالیتونو پر څارنې ټينګار کړی

اروپائي هیوادونو په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې دخپلو ژمنو په اجرا کې ځنډ ته له اشارې پرته وئيلی دي ،مونږ ا یران له پاتې لورو سره په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې د اختلافاتو دحل لپاره رغنده تعامل ته هڅوو ..

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د اروپا ټرائيکاغړو  یعني انګلستان ، جرمني اوفرانسې  د  ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس   د واکمنې شورا په ناستې کې  دیوې ګډې اعلامیې په صادرولو سره  د ایران  د ایټمي فعالیتونو د سختې څارنې د  دوام غوښتنه کړې ده .

اروپائي ټرائيکا  په دغې اعلامیې کې  مدعي شوي  چې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  داختلافاتو دحل په نامې سره  دلارې چارې  دفعالولو لپاره د دوي اقدام  دښه نیّت له پلوه  او   او د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې  په   عین  ساتلو کې پر وړاندې دحرکت لپاره دیوې ډيپلوماټيکې لارې  موندلو ته  هیله ده  .

 اروپائي هیوادونو  په  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې   دخپلو ژمنو  په اجرا کې  ځنډ ته له اشارې پرته  وئيلی دي ،مونږ  ا یران له پاتې لورو سره  په جامعې نړیوالې ایتمی  موافقې کې  د  اختلافاتو  دحل لپاره  رغنده تعامل ته هڅوو .. دوي ادعا کړې  چې  اروپائي ټرائيکا ،  په نړیوالې ایتمي موافقې کې  په  اټکل شوو رودو سره د بندیزونو  ختمولو ته د وام ورکړی  او د اینسټکس مالی نظام په بشپړ عملیاتي کولو سره  ئې له ایران سره د روا تجارت د آسانولو لپاره  اضافي هلې ځلې  هم ترسره کړي  دي .

  اروپائي ټرائيکا همداراز  د امریکا په وسیله د ایران په ضد د وسلو دبندیز د معافیّتونو  په نه تمدیدیدا هم اندیښنه څرګنده کړې ده .

ټاکل شوې ده ، د  ملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  په اساس ، د ایران په ضد دوسلو بندیزونه ، د روان اکتوبر میاشت  کې پاي ته ورسیږي. خو امریکا په  خپل سریتوب سره غواړي دغه بندیزونه  بیا هم تمدید شي .

 

ټیګونه