ترکيې د عراق شمال ته د خاصو عملياتو ځواکونه ولېږل
د ترکيې د دفاع وزارت پرون وويل، د دغه هېواد فوځ د خپلو فوځي اقداماتو لپاره د خاصو عملياتو ځواکونه د عراق شمال ته لېږلي دي.
د سپوټنېک خبري آژانس د رپوټ له مخې د عراق شمال ته د ترکيې د خاصو عملياتو ځواکونو لېږل په داسې حال کښې دي چې د دغه هېواد فوځ په دې وروستيو هفتو کښې د ترکيې د کردستان د کارګران ګوند د غړيو د ځپنې په بهانه د عراق پ شمال خپلې حملې سختې کړې دي.
د عراق د بهرنيو چارو وزارت تېره هفته په بغداد کښې د ترکيې د سفير فاتح ييلديز په حاضرولو سره د عراق د هوائي حريم او حاکميت خلاف ورزي وغندله او هغه يې له نړيوالو قوانينو او معاهدو په خلاف چاره وبلله.
د عراق د کردستان سيمې چارواکو هم د خالي په شپه په يوې بيانيه کښې له ترکيې وغوښتل چې دعراق د حاکميت احترام وکړي او په پلوه ايزو سيمو کښې د تاوتريخوالي له رامنځته کولو ډډه وکړي.