ټرمپ، د سيکې دوه مخونه (38)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91322-ټرمپ_د_سيکې_دوه_مخونه_(38)
ګرانو او عزتمنو اورېدونکو د سلامونو په وړاندې کولو سره ټرمپ د سيکې دوه مخونه نومې لړۍ له يوې برخې سره ستاسوپه خدمت کښې يوو، په دې برخه کښې غواړوو د ټرمپ په خلاف له سپينې ماڼۍ او فيډرل حکومت څخه د وېستل شويو صلاحکارانو او مديرانو د صف بندۍ په اړه معلومات درکړوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 07, 2020 14:54 Asia/Kabul
  • ټرمپ، د سيکې دوه مخونه (38)

ګرانو او عزتمنو اورېدونکو د سلامونو په وړاندې کولو سره ټرمپ د سيکې دوه مخونه نومې لړۍ له يوې برخې سره ستاسوپه خدمت کښې يوو، په دې برخه کښې غواړوو د ټرمپ په خلاف له سپينې ماڼۍ او فيډرل حکومت څخه د وېستل شويو صلاحکارانو او مديرانو د صف بندۍ په اړه معلومات درکړوو.

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته د ننوتلو له وخته نه داسې يوه هفته نيشته چې په خپلوټوئيټونو، د نظر په څرګندونو او فېصلو سره يو جنجال جوړ نه کړي. د ټرمپ شخصيت او نه اټکلېدونکے او له اخلاقي او سياسي عرف نه بهر   کردار ا ګفتار د دې سبب شوے دے چې هغه د امريکېد ولسمشر د مقام په توګه تل د رسانه اي خبرونو په سر کښې وي. هرڅومره چې د نومبر مياشتې انتخاباتو نزدې کيږوو  اټکلونه او سروې ګانې د  ټرمپ په خلاف دي. د ټرمپ موقعيت هم به ري پبلکن ګوند کښې متزلزل شوے دے. فاکس نيوز خبري چېنل د ري پبلکن ګوند د يوې سرچينې په نقل سره رپوټ ورکړ، که د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې نتيجې ته ورسي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره څه چانس نه لري نو کېدې شي په دغه مېدان کښې له سيالۍ څخه ډډه وکړي. د ډونالډ ټرمپ د خوښې فاکس نيوز خبری چېنل په دغه رپوټ کښې راوړي دي چې ري پبلېکن ګوند په سروې ګانو کښې د ټرمپ کمزورو نتائجو ته په پام سره د نومبر د مياشتې په انتخاباتو کښې بيا غوره کېدو ته اندېښمن دے. د ټرمپ انتخاباتي سيال او د ډېموکرېټ ګوند نامزد جوبائيډن په اوس حال کښې په انتخاباتي سروې ګانو کښې په اوسطه توګه له ټرمپ څخه نهه فيصده مخکښې شوےدے. په ري پبلکن ګوند کښې يوې سرچينې فاکس نيوز ته وويل: « اوس لا وختي دے خو که سروې ګانې له دې لا بدې شوې نو کېدې شي تاسو د يوې سناريو کتونکي شئ چې هغه څنګته شي.»  د فاکس نيوز په رپوټ کښې راغلي دي، په تېرو هفتو کښې په سروې ګانو کښې د کورونا بيمارۍ له خپرېدو سره په مبارزه او او د نسل پرستۍ په خلاف د مظاهرو په اړه د سپينې ماڼۍ په غبرګون کښې د ټرمپ کارکردګي لا کمزورې شوې ده. د ډونالډ ټرمپ مخکښني صلاح کاران او کاګزاران هم د ولسمشر د مخالفينو په قطار کښې شامل شوي دي او د ټرمپ د موقعيت په  متزلزلېدو کښې د هغوي افشاء ګرۍ موثرې دي. له دغو کسانو څخه جان کلی ، جيمز مېټيس او جان بولټن دي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ټرمپ له کاميابۍ څخه د مخنيوي لپاره چمتو شوي دي. هغوي د امريکې د ولسمشر په تګه د ډونالډ ټرمپ بيا انتخاب د دغه هېواد د راتلونکي لپاره يو ستر خطر بولي.

د بلومبرګ د رپوټ له مخې طبيعي خبره ده چې يو ولسمشر د خپلې کابينې له ځينو غړيو سره د نظر اختلاف ولري يا نه غواړي له هغوي سره ملګرتيا ته دوام ورکړي، خو د ټرمپ د کابينې يو شمېر مخکښېني  غړي چې يو وخت يې له هغه سره ملګرتيا کوله او نن سبا ټولو حتی الوسع کوشش شروع کړے دےچې ري پبلګن ولسمشر بې اعتباره کړي دومره زيات شوي دي چې په هيڅ وجه د هغوي احتمالي تاثير کولو باندې سترګې نه شوو پټولې. په تېره بيا دا چې په دغو کښې اکثر هغه مخينه لرونکي او تاثير کونکي سياستوالان دي چې د ټولنې د ځينو برخو او رسنيو لخوا يې نظرياتو ته پاملرنه کيږي. کېدې شي په نننيو حالاتو کښې هغه ډېر ژور ګوزار چې د ټرمپ ذات او د هغه څه په اړه د خلقو نظر ته چې په حکومت کښې تيريږي ورکړے دے د امريکې د ولسمشر د ملي امنيت د مخکښينې صلاحکار جان بولټن د خاطرو د کتاب خپرېدل ګڼلې شوو.بولټن «هغه کوټه چې پکښې پېښه رامنځته شوه» نومې کتاب کښې د ټرمپ يو ناغوره انځور وړاندې کړے دے او هغه يې يو جاهل، بې تعليمه او متزلزل شخصيت لرونکے کس معرفي کړے دے.د دغه کتاب مخکتنه په دقيقه توګه هغه وخت اوشوه چې ټرمپ او د هغه انډيوالان په انتخاباتي بحران کښې سخت ښکېل وو. د حکومت د اقتصادي لاسته راوړنو ختمېدل او د کورونا وائرسو د خپرېدو د بحران په کنټرولولو کښې ناکارنده توب او د نسل پرستۍ په خلاف د احتجاجونو د لمن ارتېدل د دې سبب شول چې په سروې ګانو کښې د ولسمشر ښه هرکلے ونه شي او په داسې يو حالت کښې د هغه څه په اړه چې په دې وروستيو کلونو کښې په سپينه ماڼۍ کښې رامنځته شوي دي د محرمانه اطلاعاتو لرونکي يو کتاب خپرېدو د امريکې محافظه کار ولسمشر ته يو ستر ګوزار ورکړ. جان بولټن په دې ورځو کښې د ډونالډ ټرمپ ترټولو سخت دښمن ګڼلې شوو، هغه محافظه کار سړے چې د تېرکال په وروستيو کښې له سپينې ماڼۍ څخه ووېستل شو چې اوس د ولسمشر په مقابل کښې راغلے دے او هغه ته نالائقه او نااهل وائي. هغه د خپلو خاطراتو په کتاب کښې د ټرمپ د حکومت بهرنے سياست له انتخاباتي اندېښنو څخه متاثره بللے او هغه دلائل چې ډېموکرېټانو د هغو په بنياد د ټرمپ د استيضاح کولو اقدام وکړ تائيدوي. بولټن حتی ادعا کړې ده چې ټرمپ د چين له ولسمشر شي جين پينګ څخه غوښتي دي چې د امريکې د کرهڼيزو سامانونو په اخېستو سره دې د نومبر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره له هغه سره مرسته وکړي. د ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت مخکښيني صلاحکار په دې باره کښې اے بي سي ته وويل: « فکر نه کوو چې هغه دې د ولسمشر په حد او اندازه کښې وي. هغه په دغه منصب کښې د پاتې کېدو صلاحيت نه لري.» هغه زياتوي چې ټرمپ ته به رائې ورنه کړي او د روان ميلادي کال انتخابات د ټرمپ په وړاندې له امريکې څخه د ساتنې لپاره د خلقو ترټولو وروستے فرصت دے.

څلور ستوري لرونکے پېنشني جنرل مېټيس چې د دفاع له وزراته څنګته شو او غوښتل يې چې په خپل مخکښيني ولسمشر باندې نيوکو ته خوله وازه نه کړي له هغو نورو کسانو څخه دے چې د نسل پرستۍ په خلاف د احتجاجونو له شروع کېدو او له دغو اجتجاجونو سره د ټرمپ له عجيبه چلند نه پس يې فېصله وکړه چې خپله خاموشي ماته کړي.

څه موده مخکښې ټرمپ ګواښ وکړ چې د احتجاجونو د دوام په صورت کښې به د هغو د ځپلو لپاره فوځ استعمال کړي. مېټيس په دې اړه باوري دے: «زما د ټول ژوند په دوران کښې ډونالډ ټرمپ يوازېنے هغه ولسمشر دے چې د امريکې د خلقو د يوکولو لپاره کوشش نه کوي. حتی د دې ښودنه هم نه کوي چې د خلقو د يوکولو په لټه کښې دے. هغه غواړي چې مونږ په خپلو کښې سره بيل کړي.» ډونالډ ټرمپ له دې مخکښې مېټيس يو داسې جنرل بللے ؤ چې له په امريکه کښې د هغه له حده د زيات قابليت قيمت ادا کړے شوے دے. د ټرمپ وړومبنے خارجه وزير رېکس ټيلرسون له هغو کسانو څخه دے چې اطلاعات يې په نړيوال ډګر کښې د ټرمپ د حکومت د سټراټېجيو په ښه پوهېدو کښې موثر کېدې شي. هغه په ټرمپ باندې په نيوکه کښې محتاط ؤ خو تېر کال د ټيلرسون په نقل سره يو رپوټ خپور شو چې د ترمپ وړومبني خارجه وزير ولسمشر داسې يو پاګل وبلۀ چې توجيهي رپوټونه لولي او بې له اطلاعاتو د بهرنيو مسائلو شننه کوي. ټېلرسون چې له ټرمپ سره زيات د نظر اختلافات لري هغه ته ويلي دي «د نظر وړ سياستونه يې يا عملي نه دي يا حقوقي اډاڼه نه لري.»

ډونالډ ټرمپ د ټېلرسون د انتخابېدو په ابتداء کښې هغه د حکومت ستورے بللے ؤ خو له کابينې څخه د ټيلرسو د وتلو په وخت يې هغه پاګل وبلۀ. د ټرمپ په حکومت کښې د امريکې وړومبنے تجربه کار وزير ډيويډ شالکين د امريکې له ولسمشر سره له دښمننۍ نه وراخوا په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره د سيال د مالي ضرورت د پوره کولو په لټه کښې شوے دے. شالکين د ټرمپ په حکومت کښې د کار کولو په باره کښې وائي چې: ‎ « فکر نه کوم چې د امريکنيانو خدمت کول په دومره اندازه سخت او د نه کېدو وړ وي.» د ټرمپ د حکومت دغه مخکښينے وزير په نيويارک ښار کښې اوسيږي او د باراک اوباما د مرستيال جوبائيډن له انتخاباتي کمپېن څخه مالي ملاتړ کوي.

د سپينې ماڼۍ د عمومي تعلقاتو د دفتر وړومبنۍ مديرې منيګالټ نيومن له اېن بي سي چېنل سره په مرکه کښې وويل د امريکې خلقو ته د سپينې ماڼۍ د دروغ ويلو په جرم کښې شريکه وم. د ټرمپ مخکښينۍ مرستيالې وويل: «هغوي کوشش کوي چې په دې مسئلې پرده واچوي چې ټرمپ له ذهني لحاظه څومره په شاپاتے دے.» مېنيګالټ نيومن په «فيزيالوجيکل؛ اېن اېنسائيډر اېکاونټ آف دی ټرمپ وائټ هاوس» "Psychological: An Insiders Account of the Trump White House" نومې کتاب کښې د امريکې ولسمشر يو واقعي نسل پرست بللےاو ويلي يې دي چې د ټرمپ د کمپېن لخوا ورته د خاموشۍ په بدله کښې د مياشتې د پينځلسو زرو ډالرو وړانديز شوے دے. د سپينې ماڼۍ د ارتباطاتو مخکښېني مدير آنتوني اسکارا موچي چې د ټرمپ په حکومت کښې يوازې يولس ورځې په کار بوخت ؤ اټکل کړے دے چې ټرمپ  به له خپل ډېموکرېټ سيال څخه سخته ماتې وخوري.  هغه په دې باره کښې په خپل يو ټوئيټ کښې ليکلي دي: «ټرمپ په انتخاباتو کښې د سيال لخوا د سپکېدو په درشل کښې دے  او خپله هم له دې موضوع څخه خبر دے.»

-----------