کشمیر کښې په نښتو کښې اووه تنه وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92545-کشمیر_کښې_په_نښتو_کښې_اووه_تنه_وژل_شوي_دي
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کشمیري مبارزانو او هندي ځواکونو ترمینځ نښته کښې اووه کسان وژل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 11:48 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کشمیري مبارزانو او هندي ځواکونو ترمینځ نښته کښې اووه کسان وژل شوې دي.

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر په ناکراره سیمه کښې په شوې وسله واله نښته کښې درې کشمیري مبارزان او یو هندي پوځي ووژل شول.

پولیس وايي چې دغه وسله واله نښته د کشمیر د مرکز سرینګر د جنوب په پُلواما سیمه کښې رامینځته شو. په دغې نښتې کښې چې له تیرې شپې نه تر سهاره یې دوام درلود، درې کشمیري مبارزان وژل شوي او یو هندي پوځي زخمي شو چې روغتون ته له منتقلیدو وروسته یې سا ورکړه.

په دې وروستۍ نښتې کښې د وژل شویو کشمیري مبارزانو په حسابولو سره په دغې سیمې کښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په شویو وسله والو نښتو کښې د وژل شویو شمیر ۷ کسانو ته ورسید.