په کرونا ویروس د ټرمپ اخته کیدا او د امریکا ئي حکومت ناکام سیاستونه
(last modified Sun, 04 Oct 2020 11:47:49 GMT )
Oct 04, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • په کرونا ویروس د ټرمپ اخته کیدا او د امریکا ئي حکومت ناکام سیاستونه

د امریکا ولسمشر اوس روغتون ته منتقل کړائ شوی دی او دهغه دسلامتیا او روغتیا په باب ضد ونقیض خبرونه خپره شوي دي .دسپینې ماڼۍ یوه ډاکټر د ټرمپ د وضعیّت دښه کیدا مدعی شوی،خوځيني نور راپورونه دهغه د وضعیّت د لاخرابیدو خبر ورکوي .

 امریکا دم ګړۍ په نړۍ کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ یا هماغه له کروناویروس څخه د ککړو کسانو او قربانیانوتر ټولو زیات شمیر لري .د امریکا جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ  تل مدعی دی چې  دهغه حکومت  له کرونائي بحران سره  سم کړچار درلودلی دی . په عین حال کې  په کرونا ویروس د هغه او دهغه دماندنې ککړتیا  په دې زمینې کې د هغه  او دهغه د درستو سیاستونو اوپالبیسو د ناکامۍ ښودنه کوي .

 ټرمپ  چې  اوس د واشنګټن په شاوخوا کې په والټرریډ  نومې پوځي روغتون کې بستري دی،بیګا په یوه ویډیوئي پیغام کې مدعی شوی چې عمومی حالت ئې ښه دی او ډیر زر به سپينې ماڼۍ ته بیرته ستون شي .له دې ټولو سره سره هغه  منلې ده چې راتلونکي څو ورځې به د هغه لپاره حقیقي آزموینه وي . ټرمپ  دجمعې په ورځې سره د خپل میرمنې په کرونا  ککړ شوی دی .

 د امریکا  ولسمشر اوس  روغتون ته منتقل کړائ شوی دی او  دهغه دسلامتیا  او روغتیا په باب ضد ونقیض خبرونه خپره شوي دي .دسپینې ماڼۍ یوه ډاکټر  د ټرمپ د وضعیّت دښه کیدا مدعی شوی،خوځيني نور راپورونه دهغه د وضعیّت  د  لاخرابیدو خبر ورکوي .

Image Caption

 

د واشنګټن په پوهنتون کې  د عفونی ناروغیو متخصص ډاکټر وین ګوپتا  د ټرمپ د  ککړتیا په باب وائي،ددغې  ککړتیا مخه  نیولل کیدلی شوه . که  دوی ماسبې لارې چارې تعقیب کړي وائ  او دغو غونډو او پروګرامونو ته نه تللئ  او  هغه بې نظمه غونډې  چې  په پرانیستي  فضا کې ترسره شوي ،او په چورلټ ډول  ئې د هوا له لارې د ککړتیا خطره موجوده وه ، نه وائ ترسره شوي .

د امریکا د ولسمشر کرونائي ټسټ ، ددغې خوریدونکي ناروغۍ  په باب د غیر علمي  او  عجیبه  څرګندونو او دغه راز له میاشتو میاشتو راهسې  دغې ناروغۍ  ته د  اهمیّت   له نه ورکولو وروسته  په داسې حال کې مثبت شوی ، چې  د نومبر  په دریمه نیټه د ولسمشرۍ   د انتخاباتو تر ترسره کیدا پورې څه خاص وخت  نه دی پاتې او امریکا هماغه راز  له دغې ناروغۍ سره  د نړۍ  یو ترټولو لاس او ګریوان شوی هیواد دی .

 په دې زمینې کې  یوه مهمه موضوع دا ده چې  ټرمپ  د کروناویروس دخپریدا له  هماغه پیله  تر دې دمه ددغې مرګوني بلا  دواړې بریښولو او حتی ورپسې   په ملنډې وهلو سره  دا کم اهمیّته بللې او  وروسته ئې  ددغې ناروغۍ د درملنې  د څرنګوالي په باب ډيرې عجبیه او کم علمه   ادعاګانې  کړي  او په عین حال کې  په کرتو ئې په بشپړ په دروغجنو او بې اساسه څرګندونو کې  ددغې ناروغۍ د کنټرولولو  او حتی د کرونا ضد واکسن د جوړولو  په زمینې کې د  خپل حکومت دبریالیتوبونو  مدعي شوی دی .. 

ددې په ترڅ کې چې  ټرمپ په کرتو د  له ماسکه د استفادې ، د ټولنیز واټن د رعایتولو او  هم په دوامدار ډول د لاسونو وینځلو  په څير ددغې خوریدونکي او مرګوني ناروغۍ باندې د ککړتیا دمخنیوي لپاره په سپارښتنو پسې ملنډې وهلي دي .  هغه  په انتخاباتو کې  له خپل ډیموکراټیک سیال  جوزف بایډن  سره  په لومړنۍ انتخاباتي سیالۍ کې دبایډن له خوا په ماسک  اچولو پسې ملنډې وهلي وې .

Image Caption

 

 اوس د امریکا  او نړۍ خلک ددې شاهدان دي ، چې   دټرمپ د نورو ناسمو قضاوتونو اوادعاګانو په څير  هغه په کرونا ویروس ککړ شوی دی  او همدا موضوع ، د هغه د  دسیاستونو او اقداماتو د یوې  بلې سنجونې په باب د امریکا ئي رای ورکونکو  لپاره د یوه معیار په معنا حسابیږي . له کرونا بحران سره  په مقابلې کې د ټرمپ کړچار  له هماغه پیله  د هغه د مخالفانو په تیره بیا د ډيموکراټانو او حتی  د جمهوری غواړو  له نیوکو سره مخامخ شوی او  په ډیرو موردونو  کې د هغه  کم علمه او بې اساسه څرګندونې  په امریکا کې د ورغتیائي  چارو د کارپيژاندو له جدي غبرګون سره مخامخ شوي دي .

 په حقیقت کې  دامریکا جنجالي ولسمشر د کروناویروس د خوریدا په باب  دغلطو اطلاعاتو تر ټولو ستر دودونکی شمیرل کیږي . دمثال په توګه ، ټرمپ د اپریل په ۲۳نیټه ، دا نظر مطرح کړی ؤ چې د  کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا  هماغه دکرونائي ناروغ لپاره د بالقوه درملنې په بڼه کې  د ویرسو وژونکي مواد(کلورین یا وائيټیکس)پچکاري کولی شئ . 

 هغه په همداوروستیو کې  ادعا کړې چې  دامریکا حکومت  به د اکتوبر تروروستیو پورې د کروناویروس ضد واکسن تیار کړي  او دسږکال تر وروستیو پورې به ددغه واکسین  سل میلیون ډوز  هم وویشي . دغه  ادعا په داسې حال کې مطرح شوي چې  درملیزو او روغتیائي چارو ډیری  کارپیژاندو  ددغې ادعا په سموالي کې  شک کړی او  وئيلي ئې  دي ،  چې تمه نه کیږي ،تر راتلونکي کال پورې  د کروناویروس ضد واکسن ترلاسه شي .

 اوس په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ د ډونالډټرمپ  په ککړتیا سره  دامریا  سیاسی لرلید ، هغه که  ددغه هیواد د اداره کولو په زمینې کې وي  او که د  انتخاباتي  مناظرو  او کمپینونو دترسره کیدا په زمینې  ، او حتی پخپله انتخابات  له شکونو سره مخامخ شوي  چې  دا موضوع د امریکا په تاریخ کې بې مخینې  حسابیږي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه