د آرمينيا تر شاتګ پورې د جنګ په دوام د آذربائيجان جمهوريت يو ځل بيا تاکيد
په داسې حال کښې چې د آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا د فوځيانو ترمېنځ جنګ دويمې هفتې ته داخل شوے دے دواړه ښکېلې خواوې هم هغه شان د جنګ نغاړې غږوي.
د آذربائيجان جمهوريت ولسمشر الهام علي اف په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل:
يوازې له قره باغ سيمې څخه د ارمني ځواکونو د وتلو په صورت کښې له آرمينيا سره خبرو اترو ته تيار دے.
الهام علي اف همدارنګ اروپائي چارواکي د نوي حالت د رامنځته کېدو ذمه وار وبلل او د اروپائي هېوادونو چلند يې د صلحې په خلاف وبلۀ او امريکې، روسيې، فرانسې او اروپائي اتحاديې باندې مشتمل له مېنسک مېنځګړېډلې له مشرانو يې وغوښتل د جنګ د ختمولو لپاره دې په آرمينيا باندې دباو راوړي.
د آذربائيجان جموريت د چارواکو د غبرګون په مقابل کښې د آرمينيا ځواکونو له ګنجه سيمې نه علاوه د آذربائيجان جمهوريت د پائېتخت په حدودو کښې مينګه چوير، آبشرون او خيزي ښارونو باندې هم توغندي او راکټونه اورول او د دغو ښارو کورونو او اقتصادي ودانيو ته يې يو لړ زيانونه اورسول او همدارنګ د آذربائيجان جمهوريت يو شمېر عامه خلق ژوبل شول.
د ښکېلو لورو ترمېنځ نښتې په داسې حالاتو کښې سختې شوې دي چې د مينسک مينځګړې ډلې او د اروپا د امنيت او ملګرتيا ادارې په شمول د غريز قره باغ د لانجې د هواري متولي نړيوالو ادارو آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا ته د خبرداري په ورکولو سره له ښکېلوخواو غوښتي دي چې نښتې دې بندې کړي او د خبرو اترو ميز ته دې کښيني. د سيمې هېوادونه په خاصه توګه د ايران اسلامي جمهوريت هم د دواړو خواو د عامه خلقو د سرتاوانوو د کمېدو په هدف سره د نښتو د ختمولو غوښتونکے شوے. همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند پرون د ګل په ورځ د قره باغ د اوږدې مودې لانجې د هواري لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.
ايران د آذربائيجان جمهوريت د زمکنۍ بشپړتيا د ساتلو، د فوځي خواکونو د وتلو او د خبرو اترو د شروع کولو په بنياد يوه طرحه برابر کړې چې دغه جنګ ته زر تر زره خاتمه ورکړي.
د ايران له هلو ځلو او کوششونو سره په يو وخت د قزاقستان، تاجېکستان، ازبکلستان، قرقېزستان او حتی ترکمنستان په شان د سيمې زياترو هېوادونو يوشان دريځونه غوره کړي دي او له ښکېلو خواو يې غوښتي دي چې روانې جګړې دې ختمې کړي. د سيمې زياتره کارپېژندو هم تاکيد کړے دےچې روانه لانجه فوځي حل لاره نه لري او ښکېلې خواوې پکار دے خپل مشکلات د سياسي روغې جوړې له لارې هوار کړي.
د دغو کوششونو باوجود د انقرې چارواکو يو ځل بيا د باکو د حکومت د مشرانو په ځاے دريځ نيونه کړې ده او د آذربائيجان جمهوريت د خاورې د قبضې تر ختمېدو پورې د جنګ د دوام غوښتنه کړې ده.
په دې کښې شک نشته چې د ترکيې د پرله پسې دريځو اعلان نه يوازې د آذربائيجان جمهوريت د ملي ګټو ساتنه نه کوي بلکه په راتلونکو وختونو کښې به دغه مسلمان هېواد د انقرې د چارواکو له دريځ نيونو څخه زيات زيان ومومي. د انقرې د چارواکو د دريځونو اعلان په داسې حالاتو کښې دے چې د آذربائيجان جمهوريت ولسمشر الهام علي اف په ځلونو ويلي دي چې د خپلې زمکې د بيا نيولو لپاره د ځواکمن فوځ په اډاڼې سره نه يوازې ملېشاو ته بلکه د ترکيې په شمول د سيمې او نړۍ هيڅ هېواد ته ضرورت نه لري.
په مجموعي توګه بايد وويل شي چې د آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا ترمېنځ روان جنګ چې هره ورځ په مخ په زياتېدو دے نه يوازې به له فوځي لاې ختم نه شي بلکه کېدې د جنګ د اور لمن د دوو اړخيز حالت څخه د سيمې او نړۍ نورو هېوادونو ته ارته شي. بې له شکه د دغې لانجې سيمه ايز کېدو او نړيوال کېدو په صورت کښې به پردي هېوادونه له بل هر وخت نه زيات په سيمه کښې د شتون او د سيمې د حکومتونو او ملتونو اختلافاتو ته د لمن وهلوامکان ترلاسه کړي.
-----------