امریکا په اماراتو کې خپلو ښاریزو ته هوښیارتیا خبرداری ورکړ
په سعودي عربستان کې دامریکا سفارت هم له دې مخکې په ریاض کې د خپلو ښاریزو لپاره امنیتي تابیاوې صادرې کړې وي .
روسیا الیوم خبری چینل راپور ورکړی په متحده عربی اماراتو کې د امریکا سفارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،دامریکا خارجه وزارت د فارس خلیج دڅنډې په عربوهیوادونو کې دحملو او ددغه هیواد په ښاریزو او ګټو داحتمالي بریدونو په اړه اندیښمن دی .
دامریکا سفارت په اماراتو کې پر خپلو ښاریزو غږ کړی،چې عمومي ځایونو کې دې دير کم تګ راتګ وکړي او د هغو پيښو په نسبت چې ددوي په شاوخوا چاپيریال او د سیلانیانو د غونډیدو په ځایونو کې پيښږي، هوښیار او ځير ووسي .
په سعودي عربستان کې دامریکا سفارت هم له دې مخکې په ریاض کې د خپلو ښاریزو لپاره امنیتي تابیاوې صادرې کړې وي .ددغه راپور په اساس،په عربستان کې د امریکا سفارت اعلان کړی ؤد ریاض له خوائې د توغندوي او د بې پيلوټه الوتکو د احتمالي حملې راپورونه ترلاسه کړي دي .