د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید له ټرمپ مخکی دی
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د رایو د شمیرلو په لومړي پړاو کښې بریالی شوی .
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړی د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نیوهیمپشایر ایالت له ډیکسویل نوچ(Dixville Notch) کلي څخه پیل شوي او خلک سهار وختي د رایو صندوقونو ته ورغلل او په دغه سیمه کښې ټولې رایې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن ته اچول شوي وي .
دغه کلی چې د کاناډا سرحد ته نږدی پروت دی له نولس سوه شپیتم (۱۹۶۰) میلادي کال څخه په دودیز ډول په امریکا کښې په انتخاباتو کښې د خلکو د رایو داچولو لومړنۍ حوزه ده .
په دغه کلي کښې چې یوازې دولس (۱۲) کسان پکښې وسیږي پینځو (۵) کسانو خپلې رایې ورکړې چې ټولې جوبایډن ته اچول شوي وې .
د امریکا د دوه زره شپاړسم(۲۰۱۶) میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په ډیکسویل نوچ (Dixville Notch)کلي کښې دوو (۲) کسانو اوسني ولسمشر ټرمپ او څلورو (۴) نورو هم د ډیموکراټ ګوند کاندیدې میرمن هیلاري کلینټن ته رایې ورکړي وې .
تراوسه د امریکا سل (۱۰۰) میلیونه خلکو د پوسټ له لارې خپلې رایې صندوقونو ته استولي دي .
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړیو رایو په شمیرلو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن بریالیتوب په داسې حال کښې دی چې نوي نظر سنجې هماغه راز په ټول ټاکنو کښې له اوسني ولسمشر ټرمپ څخه د هغه د مخکې کیدا ښودنه کوي .
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو شمیرل به تر صبا پورې دوام ولري .