د امریکا په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93964-د_امریکا_په_انتخاباتو_کښې_د_درغلۍ_ادعا_شوي_ده
ایرنا خبري اژانس د این بي سي ټیلي ويژن په قول ویلي دي د ترلاسه شویو راپورونو پراساس د امریکا د ریپبلیکن ګوند سیاسي عواملو او زوړ پالو رسنیو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د القا او د بې لارې کونکو خبرونو خپرول له پنسلوانیا ایالت څخه پیل کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2020 01:35 Asia/Kabul
  • د امریکا په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا شوي ده

ایرنا خبري اژانس د این بي سي ټیلي ويژن په قول ویلي دي د ترلاسه شویو راپورونو پراساس د امریکا د ریپبلیکن ګوند سیاسي عواملو او زوړ پالو رسنیو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د القا او د بې لارې کونکو خبرونو خپرول له پنسلوانیا ایالت څخه پیل کړي دي .

د امریکا د ریپبلیکن ګوند سیاسي فعالان او زوړ پاله رسنۍ د رایو د اچولو له مرکزونو څخه د بې لارې کونکو عکسونو او د فیلمونو د خپرولو په حال کښې دي او له پنسلوانیا ایالت څخه په انتخاباتو کښې د د درغلۍ  مشکوکې ادعاوې مطرح کوي .

تراوسه په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په دې هکله په  لسګونو زره خبرونه خپاره کړې شوي دي .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو په خپلو انتخاباني غونډو کښې په خپل حتمي بریالیتوب باندې ټینګار سره ادعا کړي وه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب په بڼه کښې حتما په ټول ټاکنو کښې درغلۍ شوي ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ اعتراف کوي چې د روان میلادي کال د ولسمشرۍ انتخابات داسې انتخابات دي چې ترټولو زیاته ټګي پکښې کیږي.

 د امریکا خلک د ناامنۍ او د بلواو د رامینځته کیدا له ویرې د خپل ژوند او د مالونو د ساتلو لپاره په ویره کښې دي او تیارسی شوي دي .