د امریکا په شپږو ایالتونو کښې د رایو اچول ختم شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93966-د_امریکا_په_شپږو_ایالتونو_کښې_د_رایو_اچول_ختم_شوي
تسنیم خبري اژانس وايي رسنیو د امریکا په ورمونټ ، ویرجینیا ، جارجیا ، ساوت کیرولینا ، اینډیانا او کینټاکي ایالتونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د اچولو د مهلت د ختمیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 04, 2020 05:29 Asia/Kabul
  • د امریکا په شپږو ایالتونو کښې د رایو اچول ختم شوي

تسنیم خبري اژانس وايي رسنیو د امریکا په ورمونټ ، ویرجینیا ، جارجیا ، ساوت کیرولینا ، اینډیانا او کینټاکي ایالتونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د اچولو د مهلت د ختمیدا خبر ورکړ .

دغه شپږ (۶) ایالتونه د امریکا لومړني ایالتونه دي چیرې چې  د رایو د اچولو مهلت پاې ته رسیدلی دی .

د امریکا رسنیو ویلي دي په کینټاکي او اینډیانا ایالتونو کښې د ټولو اچول شویو رایو په شمیرل کیدا سره اوسنی ولسمشر ټرمپ په دواړو (۲) ایالتونو کښې بریالی شوی دی .

په عین حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن په ورمونټ ایالت کښې د انتخاباتو ګټونکی وباله .

په ساوت کیرولینا ، جارجیا ، ویرجینیا ایالتونو کښې تراوسه یو(۱) فیصده رایې شمیرل شوي چې پراساس یې ټرمپ په درې واړو ایالتونو کښې له جوبایډن څخه مخکی دی .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلکو د  ګډون اندازه به څه د پاسه اوه شپیته (۶۷) فیصده وي او دا  په تیرو سلو (۱۰۰) کلونو کښې د خلکو ترټولو زیات ګډون ګڼل کیږي .

دغه راز د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو له شمیرل کیدا مخکې د وارمخکې بریالیتوب د اعلانولو لپاره د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ارادې نیوکه وکړه او هغه یې یو(۱) ذلیل دیکتاتور وباله .