د امریکا د انتخاباتو نتیجه سوکه سوکه اعلانیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93968-د_امریکا_د_انتخاباتو_نتیجه_سوکه_سوکه_اعلانیږي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشرۍ د نهه پنځوسمو (۵۶) انتخاباتو لومړۍ نتیجې د دې ښودنه کوي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن په ویرجینیا ایالت او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډټرمپ په ساوت ورجینیا ایالت کښې زیاتې رایې ګتلي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 04, 2020 06:01 Asia/Kabul
  • د امریکا د انتخاباتو نتیجه سوکه سوکه اعلانیږي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشرۍ د نهه پنځوسمو (۵۶) انتخاباتو لومړۍ نتیجې د دې ښودنه کوي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن په ویرجینیا ایالت او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډټرمپ په ساوت ورجینیا ایالت کښې زیاتې رایې ګتلي دي .

جوبایډن په ویرجینیا ایالت کښې په بریالیتوب سره وتوانیده د الیکټرول کالج دیارلس (۱۳) رایې وګټي .

ډونالډ ټرمپ هم په ویسټ ویرجینیا ایالت کښې په بریالیتو سره وتوانید د الیکټرول کالج پینځه (۵) رایې ترلاسه کړي .

ډونالډ ټرمپ له دې مخکې په اینډیانا او کینټاکي ایالتونو کښې بریالی شوی و او جوبایډن هم په ویرمونټ ایالت کښې زیاتې رایې ګټلي وې .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن تراوسه د الیکټرول کالج شپاړس(۱۶) رایې ګټلي دي او د ریپبلیکن  ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هم د الیکټرول کالج دیارلس(۱۳) رایې ترلاسه کړي دي .

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سیسټم کښې ولسمشر د الیکټرول کالج د غړیو لخوا چې شمیر یې پینځه سوه اته دیرش  (۵۳۸) تنه دی انتخابیږي او هغه د خلکو  نیغ په نیغه رایو سره نه انتخابیږي .

په دغه بهیر کښې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې هر کاندید باید د بریالیتوب لپاره د دوه سوه اویا (۲۷۰) الیکټرول کالج غړیو رایې لاس ته راوړي او د رایو د مساوي کیدا په بڼه کښې کانګرس بریالی کس انتخابوي .