د امریکا جوبایډن د الیکټرول کالج زیاتې رایې ګتلي
ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي د امریکا د رسنیو په قول وویل د ولسمشرۍ د نهه پنځوسم (۵۹) پړاو د رایو لومړنۍ شمیرنې د الیکټرول کالج رایو په ترلاسه کولو کښې د ریپبلیکن ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ څخه د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د مخکې کیدا ښودنه کوي .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن تراوسه د الیکټرول کالج 131رایې او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د الیکټرول کالج 100رایې ګټلي دي .
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نظام کښې ولسمشر د خلکو نیغ په نیغه رایو سره نه بلکې د الیکټرول کالج د غړیو لخوا چې شمیر یې پینځه سوه اته دیرش (۵۳۸) تنه دی انتخابیږي .
په دغه بهیر کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو هر کاندید باید د بریالیتوب لپاره د الیکټرول کالج د دوه سوه اویا (۲۷۰) غړیو رایې لاس ته راوړي او د رایو د مساوي کیدا په بڼه کښې ولسي جرګه کانګرس بریالی کاندید انتخابوي .
بل خبر دا چې د امریکا د مشرانو جرګې د انتخاباتو له ختمیدا سره په یووخت د رایو شمیر پیل شوي چې تر دې شیبې پورې ډیموکراټ ګوند مخکی دی .
د امریکا د مشرانو جرګې په دغو انتخاباتو کښې د پینځه دیرش (۳۵) څوکیو لپاره چې درویشت (۲۳) یې له ریپبلیکن ګوند او دولسو (۱۲) نورو یې له ډیموکراټ ګوند سره اړه لرله رایې واچول شوې .