د نیویارک خلکو د ټرامپ پرضد مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د نیویارک خلکو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سلامتیا په هکله د ولسمشر ټرمپ په شکونو رامینځته کولو باندې د اعتراض لپاره مظاهرې وکړې .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ د رامینځته کیدا په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا او د سیال ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د رایو تر پوښتنې لاندې راوستل د نیویارک د خلکو له اعتراض سره مخ شوي دي .
د نیویارک خلکو په خپلو لاسونو کښې داسې پلې کارډونه( Placards.) لیږدول چې ورباندې الیکټرول رایې دې حذف شي او هره رایه دې حساب شي په شان شعارونه لیکل شوي وو .
له دې مخکې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ ویلي وو د پنسلوانیا ایالت محکمې ته یې درخواست ورکړی دی چې په دغه ایالت کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرلو د کار د بندولو غوښتنه پکښې شوي ده .
د امریکا له اوسني ولسمشر ټرمپ څخه د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن له مخکې کیدا وروسته د ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ د سیال ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د الیکټرول رایو د شمیر د زیاتیدا د مخه دنیولو لپاره په ځلونو شکایت کړی دی .
د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو پراساس تراوسه د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د الیکټرول کالج رایو په ګټلو کښې له ټرمپ څخه وړاندی دی .
د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن تراوسه د الیکټرول کالج دوه سوه څلورشپيته (۲۶۴) او اوسني ولسمشر ټرمپ هم دوه سوه څوارلس (۲۱۴) الیکټرول رایې ترلاسه کړي دي .
د امریکا د ولسمشر د جوړیدا لپاره دوه سوه اویا (۲۷۰) الیکټرول رایو ته ضرورت شته .