د امریکا ولسمشر ټرمپ به خپله ماتي ونه مني
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93988-د_امریکا_ولسمشر_ټرمپ_به_خپله_ماتي_ونه_مني
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو او امریکا کښې د فرانسې پخواني سفیر ژرارډ اروډ( Gérard Araud) د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن په بریالیتوب د ډاډ په څرګندولو سره ټينګار وکړ اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په انتخاباتو کښې خپله ماتي ونه مني .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2020 10:52 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ به خپله ماتي ونه مني

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو او امریکا کښې د فرانسې پخواني سفیر ژرارډ اروډ( Gérard Araud) د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن په بریالیتوب د ډاډ په څرګندولو سره ټينګار وکړ اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په انتخاباتو کښې خپله ماتي ونه مني .

هغه وویل د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن په نهایت کښې بریالی کیږي خو اوسنی ولسمشر ټرمپ به په خپلې ماتي اعتراف ونکړي .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن تراوسه د الیکټرول کالج دوه سوه څلورشپیته (۲۶۴) رایې ګټلي دي او ولسمشر ټرمپ هم د الیکټرول کالج دوه سوه څوارلس (۲۱۴) رایې لاس ته راوړي دي .

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سیسټم کښې ولسمشر د الیکټرول کالج د غړیو په رایو سره چې شمیر یې پینځه سوه اته دیرش (۵۳۸) دی انتخابیږي .

په دغه بهیر کښې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو هر کاندید باید د بریالیتوب لپاره د الیکټرول کالج د دوه سوه اویا (۲۷۰) غړیو د رایو ترلاسه کولو ته ضرورت لري .

د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د  ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرلو په هکله د نظر اختلاف لري .