د امریکا د ولسمشر ملاتړو مظاهره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93997-د_امریکا_د_ولسمشر_ملاتړو_مظاهره_وکړه
این بي سي ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلویانو د پوسټ له لارې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرلو د کار د بندولو لپاره په اریزونا او میشیګان ایالتونو کښې د رایو د شمیرلو د مرکز مخ ته غونډه وکړه او هڅه یې وکړه په زور سره دغه مرکز نه ورننوځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2020 13:23 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر ملاتړو مظاهره وکړه

این بي سي ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلویانو د پوسټ له لارې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرلو د کار د بندولو لپاره په اریزونا او میشیګان ایالتونو کښې د رایو د شمیرلو د مرکز مخ ته غونډه وکړه او هڅه یې وکړه په زور سره دغه مرکز نه ورننوځي .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ ګڼ شمیر ملاتړو هڅه وکړه چې د رایو د شمیرولو د بهیر د بندولو لپاره په اریزونا او میشیګان ایالتونو کښې د رایو مرکزونو ته ورننوځي خو د پولیسو لخوا یې مخه ونیول شوه .

د اریزونا د انتخاباتو ادارې وویل د دغه ادارې کارکونکي به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرل  کیدا تر پاې پورې خپل کار ته دوام ورکړي .

له دې مخکې د میشیګان ایالت په ډیټرویټ ښار کښې هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ ملاتړو اعتراضیه غونډه وکړه او هغوې د رایو د شمیرلو د کار د بندیدا لپاره د رایو د شمیرلو د یوه(۱) مرکز د باندې راغونډل شول .

په عین حال کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تبلیغاتو کمیټۍ په میشیګان ، پنسلوانیا او جارجیا ایالتونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د شمیرلو د کار د بندولو لپاره قانوني اقدامات پیل کړي یعني محکمو ته یې شکایت کړی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په ځلونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په خپل حتمي بریالیتوب باندې ټینګار سره ادعا کړي ده د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب په بڼه کښې په انتخاباتو  کښې درغلۍ شوي ده .