د امریکا په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا غیرقانوني ده
سپوتنیک خبري اژانس وايي د نیویارک ښاروال د رایو په شمیرلو کښې د درغلۍ او د انتخاباتو د نتیجې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا غیرقانوني وبلله .
د نیویارک ښاروال «بیل ډي بلاسیو» د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمیرلو کښې د درغلۍ او د انتخاباتو د نتیجو په هکله د ولسمشر ټرمپ ادعا ته په غبرګون کښې وویل د دا ډول ادعا مطرح کول غیرقانوني او ناعادلانه ده .
د نیویارک ښاروال ټینګار وکړ د ولسمشر ټرمپ دا ډول څرګندونې ممکنه ده چې خلک د خطرناکو اقداماتو ترسره کولوته وروکاږي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د رایو په شمیرلو کې د درغلۍ د ادعا په مطرح کولوسره وویل سترې محکمې ته به شکایت وکړي .
د امریکا د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن انتخاباتي کمیټۍ هم دغه موضوع ته په غبرګون کښې ویلي دي چې د ټرمپ د انتخاباتو د کمیټۍ له اقداماتو سره مقابلې ته چمتو دی .